خبرونهنړۍ

«۲۰ ډالر، د مالکي ملاتړو ژورنالستانو بیه»

نن ټکی آسیا: د نیویارک ټایمز خبریال روډ نوردلاند د ټولنیزې وېبپاڼې ټویټر له لارې داسې انځورونه خپاره کړي چې د مالکي د ګوند رسمي ویاند قاسم عطا ژورنالستانو ته د عراق په پلازمېنه بغداد کې «رشوت» ورکوي.

د نیویارک ټایمز خبریال په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د هغو ژورنالستانو چې د مالکي ملاتړ او تبلیغات ورته کوي، بیه يې ۲۰ امریکايي ډالره ده.

نوموړي لیکلي «د عراقي ژورنالست بیه ۲۰،۸۳$»، نوموړي له دغه پیغام سره د پیسو ډک پاکټ انځورونه هم خپاره کړي چې نیویارک ټایمز پرې لیکل شوی او د عراقي دینارو ۳ د ۲۵زرو دینارو نوټونه په کې دي.

د نورو عراقي ژورنالستانو په څېر په خپله نوردلاند هم د شنبې د ورځې د خبري کنفرانس وروسته دغه پیسې ترلاسه کړي.

عراق کې رسمي او نیمه رسمي ادارې ژورنالستانو ته د خبر په خپریدو پیسې ورکوي، عراقي ژورنالستان تر منځ دغه پیسې  د «الجکة» په نوم مشهورې دي. خو نوردلاند دا نه مني او وايي چې دا پیسې د رشوت لپاره ورکول کیږي.

عراقي خبریالان ددغو عکسونو او پیغامونو تر خپریدو ورسته سخت پاریدلي، دوی  د نیویارک ټایمز د خبریال خبرې د عراقي ژورنالستانو بې حرمتي ګڼلی او ترې غوښتي یې دي چې خپلې خبرې بېرته واخلي او بخښنه وغواړي.

مشهور عراقی ژورنالست یوسف التمیمي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې «څوک به دا غبي او ناپوه پوهه کړي، چې د عراقي ژورنالست څخه مخکې د «ځينې» کلمه استعمال کړي».

ځینو نورو بیا ویلي چې دا پیسې د مکافاتو په بڼه هر خبریال ته ورکول کیږي.

عراق چې دا مهال په سختې جګړې روانې دي، حکومت کوښښ کوي، ژورنالستان ونازوي څو ددوی په ګټه  تبلیغات وکړي.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x