افغانستان

د هلمند پخوانی والي او جهادي قومندان حفیظ الله حقیار په یو مرموز برید کې ټپي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د هلمند پخواني والي، جهادي قومندان او قومي مشر آمر حفیظ الله حقیار باندې مرګوني برید شوی، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی.

د هلمند والي جنرال محمدیاسین خان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، پرون د یکشنبې (۱ چنګاښ) په ماښام د لښکرګاه ښار بولان سیمه کې ناپيژاندو وسله والو د آمر حفیظ الله حقیار په موټر برید کړی، چې په ترڅ کې یې آمر حفیظ الله حقیار ټپي شوی او د صفت الله حقیار په نوم زوی یې وژل شوی دی.

قومي مشر او د حزب اسلامي پخواني جهادي قومندان آمر حفیظ الله حقیار چې د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د هلمند والي پاته شوی ؤ، دا مهال د لښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دی او ډاکټرانو یې روغتیايي وضعیت ډاډمن ښودلی دی.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې پر قومي او جهادي مشر آمر حفیظ الله حقیار مرموز برید په داسې مهال ترسره کیږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد پلازمینه کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې پر دیني عالمانو او قومي مشرانو مرموزو بریدونو زور اخیستی دی او حکومت هم په دې تړاو د خلکو اندېښنو ته په ځواب ویلو کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان او عام ولس بیا د هغو مرموزو هدفي وژنو پړه په حکومت اچوي د کومو په ترڅ کې چې دیني عالمان او قومي مخور په نښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x