افغانستان

افغان ناروغان د اکسېجن له کمښته مري، خو د « د مصنوعي تنفس ماشینونه پاکستان ته قاچاق شوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي، چې د بهرنیو هیوادونو له لوري له عامې روغتیا وزارت سره د مصنوعي تنفس د مرسته شویو ماشینونو له ډلې ۳۲ یې ګاونډي هیواد پاکستان ته قاچاق شوي.

دغه وینټلاټورونه چې له عامې روغتیا وزارت ایستل شوي، او نږدې شپږ سوه زره امریکایي ډالر قیمت لري، اوس یې یوه افغان سوداګر د بیرته پیرلو او موندلو هڅې پیل کړې.

پژواک د واټساف له لارې تبادله شوي هغه غږونه او انځورونه ترلاسه کړي، چې د مصنوعي تنفس د ماشینونو پلورونکو او پېرودونکو تر منځ ددې ماشینونو د قیمت  په اړه تبادله شوي.

په یادو غږیږو کليپونو کې اورېدل کېږي، چې یو تن په ګډه انګلیسي او پيښورۍ پښتو بل تن ته وایي «دا ۳۲ دانې صفا وینټلاټورونه دي، S1100 ماډل دي، او د افغانستان له روغتیا وزارت څخه راپټ شوي.»

نوموړی په خپل مخاطب ټینګار کوي، چې دا ماشینونه د لوړ کیفیت او بيې لرونکي دي او د عامې روغتیا د وزارت اړوند شخص له لوري راوړل شوي، نو ځکه باید د روغتیا وزارت ورباندې خبر نه شي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند او سلاکار «ایمل سمسور» پژواک ته ویلي، چې ددې ماشینونو د قاچاق له موضوع اګاهي نه لري او په خبره یې، وزارت به یې په اړه پلټنې وکړي.

وینټلاټورونه چې د مصنوعي ساه اخستنې د ماشینونو له ډلې دي، د کرونا د هغو ناروغانو لپاره حیاتي اهمیت لري، چې د ساه اخستنې ستونزه  یې پیدا کړې وي او د سږو د خرابېدو امکان يې تر بل هر وخت زیات وي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې ۳۱۴ د مصنوعي تنفس ماشینونه شته، چې د متخصصینو د نشتون له امله یې لسګونه خراب شوي هم دي او د بیرته جوړېدو لپاره یې هم د وړ کس د پیدا کېدو هیلې کمې دي.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له کرونا سره د مبارزې په تر ټولو مجهر روغتون «افغان جاپان» کې ناروغان د اکسېجن له کمښته مري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

هغه چی خپله مور او ناموس(هيواد) خرڅوی هغه بيا د ماشينونو او د نورو د صحت څه پروا لری .

طوطی

طالبان خو اداعا لری چی دوی ۶۰ سلنه ځمکه د افغانستان په خپل کنترول کی لری، بیانو قاچاق کی هم همدی لاس لری. د کرونا د مرض په ارتباط طالبانو تر اوسه څه کړی حملی په صحی کلینیکونو بابندی، آیا دوی صرف موظف دی ته دی چی دا ملت ووژنی خو دوی دی هم لږ څه کار وکړی صرف وژنه او جنګ نور ځه یی فکر کوم زده ندی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx