ورزش

«سریلانکا پر هندوستان د ۲۰۱۱م کرکټ نړیوال جام پلورلی و»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سریلانکا د سپورت او انرژۍ پخواني وزیر ادعا کړې چې د ۲۰۱۱م نړیوال جام پر هندوستان لوبډلې پلورل شوی و.

د ډان ورځپاڼې د راپور سره سم، د ۲۰۱۱م نړیوال جام پرمهال د سریلانکا د سپورت او انرژي وزیر «مهنداناندا الوتګمیج» د ځایي تلویزون سره د خبرو پرمهال ویلي: زه اوس تاسې ته وایم چې د ۲۰۱۱م نړیوال جام پر هندوستان پلورل شوی و».

مهنداناندا وایي، کله چې زه د سپورت وزیر وم، نو هغه مهال هم زه باوري وم، خو د موضوع په اړه مې نه غوښتل وضاحت ورکړم».

باید وویل شي چې مهنداناندا له ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۵م پورې د سریلانکا د سپورت او انرژي وزارت د وزیر په توګه پاتې شوی دی.

د سپورت پخواني وزیر ویلي؛ د ۲۰۱۱م نړیوال جام موږ ګټلو مګر لوبه مو وپلورله، زه فکر کوم زه اوس په دې موضوع غږیدلی شم، په دې لړ کې پر لوبغاړو ملامتي نه اچوم خو ځینې مغرضې کړۍ وې چې دغه کار یې ترسره کړی دی».

بل لوري ته د سریلانکا لوبډلې تکړه پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر کمار سنګاکارا وایي چې دا یو جدي تور دی، که هغه شواهد لري باید د کرکټ نړیوالې شورا فساد سره د مبارزې څانګې ته یې وړاندې کړي.

هغه پر نوموړي غږ کړی چې د کرکټ نړیوالې شور فساد ادارې پر وړاندې شواهد مخ ته کړي تر څو بشپړ څیړنه ترسره شي او ددغې موضوع رښتیا او درواغ څرګند شي.

باید یادونه وشي چې د هند او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د هندوستان په ممبۍ ښار کې د کرکټ نړیوال جام پایلوبه ترسره شوه چې هند سریلانکا ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه او نړیوال جام یې په خپل نوم کړی و.

بل لوري ته هندي لوبغاړو د درغلۍ او فکسینګ دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

یوازې دا نه، بلکې له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې ارجنا راناټونګا هم د یادې ماتې د څیړنې غوښتنه کړې وه، هغه چې په دغه لوبه کې تبصره کونکی و ویلي: کله چې موږ ماتې خوړه نو زه بې فکره شوم او په شک کې پریوتم».

هغه ویلي وو: موږ باید هرو مرو څیړنه وکړو چې په ۲۰۱۱م نړیوال جام کې څه تیر شوي وو، زه اوس هیڅ هم نه وایم خو یوه ورځ به وایم چې ددې پېښې څیړنه دې حتمي وشي».

سریلانکا د ۲۰۱۱م نړیوال جام پایلوبه کې هند ته د ۲۷۴ منډو هدف ورکړی و خو کله چې د هند تکړه لوبغاړی د ۱۸ منډو په توپیر وسوځېد د سریلانکا مقام لا هم پیاوړی شو، خو وروسته د سریلانکا لخوا ناسمې ډګر ساتنې هند ته د ګټلو چانس ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx