نظــر

د یمن جګړه، بحران او ښکېل اړخونه یې

عزام مهاجر

• نوټ: دا لیکنه د الجزیرې د یو رپورټ پر اساس مرتبه شوې ده.

یمن د لرغوني عربي نړۍ له زړه څخه د منځني ختیځ په یو غریب ترین هیواد بدل شو. له تېرو پنځو کلونو څخه جګړو یمن لوټې لوټې کړی دی. قومې ډلې ټپلې پر ځمکه د یو بل سره جنګیږي او له پاسه پرې د سعودي په مشرۍ اتحادي ډلې بمونه اوروي. په جګړو کې ګیر ملیونونه یمني مسلمانان د خپل ژوند د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي.

د یمن په جګړه کې مختلف لوبغاړي ښکېل دي. پیل به یې له علي عبدالله صالح څخه وکړو. نوموړی له ۱۹۹۰م کال څخه وروسته تر شلو کلونو پوري د یمن پاچا پاتي شو. نوموړي پر یمن پاچاهي کول د مار پر سر د نڅا کولو سره تشبیه کړې ده. د ۲۰۱۱م کال د عربو په سپرلي کې یمني وګړو د عبدالله صالح خلاف په دې هېله پاڅون وکړ چې ګوندې حالات لږ ښه شي، خو د دوی د توقع مطابق حالاتو مثبت بدلون ونه خوړ بلکې په دې منځ کې یو بل ستر لوبغاړي سعودي میدان ته راودانګل. سعودي د ځینو مخصوصو هیوادونو د اتحادیې یو ډېر اثر ورسوخ درلودونکی غړی دی، هغه هیوادونه چې د Gulf Cooprtation Council (د خلیج مشترکه/همکار مجلس) یعني GCC یادیږي. همدا GCC و چې دیمني عوامو او حکومت تر منځ مذاکرات یې څارل او بالآخر یې صالح وشاړه. د جي سي سي په مرسته په یمن کې نائب منصور هادي واک ته ورسول شو او یو نوی حکومت رامنځته کړای شو. د هادي په دور کې یمن ډېرې سختې او ناخوالې ولیدې. تر ۲۰۱۴م کال پورې په یمن کې د شته ځینو ډلو د صبر پېمانه ډکه شوې وه چې له جملې څخه یوه ډله د حوثیانو ده چې د یمن د جګړې یوه لویه برخه تشکیلوي اوفعال لوبغاړي یې دي.

حوثیان خپله شیعه ګان اوله شمالي یمن څخه دي او دا دعوه لري چې دوی په یمني واک کې څنډې ته شوي دي، له همدې امله اکثره وخت د حکومت خلاف بغاوت کوي. د عربو د سپرلې پر مهال د صالح په خلاف په راپورته کېدونکو خلګو کې دوی هم غوښنه برخه درلودل.

په حقیقت کې د نوي حکومت د جوړولو په پلان کې حوثیان او صالح دواړه د جي سي سي له لورې څنډې ته کړای شوي وو، چې له همدې ځایه دواړو دښمنانو یعني صالح او حوثیانو لاس سره یو کړ او د یمن په پوځ کې د صالح د شته غړو سره حوثیانو ایتلاف وکړ چې په نتیجه کې یې په ۲۰۱۴م کال کې د یمن پلازمینه صنعاء ونیول. منصور هادي چې دا حالت ولید نو له یمن څخه یې پښې سپکې کړې او سعودي ته فرار شو. سعودي او ځینو نورو هیوادونو یوه اتحادیه جوړه کړه تر څو خپل سړی هادي بیرته په یمن کې واک ته ورسوي. سعودي درې لوی جګړییز اهداف په نظر کې لرل:

• ولسمشر هادي بیرته واک ته ورسوي.

• غوښتل یې چې خپلې جنوبي پولې خوندي کړي او یمن له ټوټه کېدلو څخه وژغوري.

• او په سیمه کې د ایران د زیاتېدونکې اثر ورسوخ مخه ونیسي.

د سعودي په مشرۍ په یمن کې پوځي مداخلت وشو او د عسکري عملیاتو په نتیجه کې بې رحمانه بمبارونه پیل شول. د کره شواهدو پر اساس یوازي په تېر کال کې ۱۹۰۰۰ نولس زره هوايي بریدونه ترسره شوي دي. د سعودي په مشرۍ مداخله کونکي ځواکونه وایي چې دوی د دښمن غړي په نښه کوي، خو حقوقي سازمانونه د دوی اتحادیه تورنوي چې درزنونه روغتونونه او مکتبونه یې په نښه کړي دي او رزګونه یمني عوام یې په شهادت رسولي دي، چې یمن د یو سخت انساني بحران سره مخ کوي. د سعودي او اتحادیانو له لورې په دې جګړه کې نه یوازي جنګ دی چې پر یمني مسلمانانو یې ځمکه جهنم ګرځولې ده، بلکې مرستي د یوې اسلحې په توګه استعمالیږي.

په ۲۰۱۵م کال کې سعودي پر یمن د ځمکې، سمندر او هوا ټولو لارو څخه یو بندیز جوړ کړ او هیڅ شی نه یمن ته داخلېدلی او نه له یمن څخه دباندې ایستل کېدی شوای. د دې تر څنګ حوثیان هم تورن دي چې د انساني مرستو مخه یې یا نیولې، یا یې هغه شیان له منځه وړي او یا یې خپله قبضه کړي دي، په داسې حال کې چې یمنیانو سخت ضرورت ورته درلود. په زرګونو داسې کورنۍ دي چې په څو ورځو کې ټولې کورنۍ ته فقط یوه پیاله ایشېدلي وریجي د خوراک لپاره رسیږي. له یوه لوري کولرا ناروغي(یو ډول وژونکې ساري ناروغي چې د ناولو شیانو له خوړلو څخه پیدا کیږي.) په پوره تېزي سره په عوامو کې خپریږي، له بله لوري ډاکټران د دواوو له سخت بحران سره مخ دي. UN وایي چې ۲۹ ملیونه نفوس درلودونکې دې هیواد کې ۲۴ ملیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري. مطلب دا چې د اسټریلیا چې څومره آبادي ده، یوازي دغومره شمېر انسانان په یمن کې بشري مرستو ته اړتیا لري. د یونیسیف استازی وایي چې په یمن کې له ۱۱ ملیونه څخه زیات ماشومان بشري مرستو ته اړ دي مطلب دا چې هر یمني ماشوم ورته ضرورت لري.

بیرته جګړې ته ورګرځو ځکه چې لا اوس هم هلته دوام لري. د حوثیانو او عبدالله صالح اتحاد، چې مخکې یې موږ اړوند خبره وکړه، په ۲۰۱۷م کال کې وروسته له هغه ټوټه شو چې درې کاله یې د سعودي او د هغه د اتحادیې په خلاف جګړه وکړه. ځکه چې صالح په تلویزونونو راښکاره شو او ویې ویل چې زه د سعودې او اتحادیې سره خبرې کول غواړم. له دې خبرو دوې ورځې سمدستې وروسته حوثیانو نوموړی وواژه. خو حوثیان تر نن ورځې پورې د یمن پلازمینه صنعاء په خپل کنټرول کې لري او په جګړه کې هم لوی لاس د دوی دی. سعودي بیا حوثیان تورنوي او وایي چې د قوت اصل علت یې دادی چې ایران یې تر شا ولاړ دی. دا چې ایران په سیمه کې یو بارز شیعه ځواک دی نو په ډاګه د حوثیانو ملاتړ کوي خو دا بیا نه مني چې په پوځي لحاظ دې د حوثیان مرسته کوي. سعودي او نور هیوادونه ټینګار کوي چې ایران په دې جګړه کې دخیل دی او رول پکې لوبوي. په تېرو نژدو کې د سعودي د تېلو زېرمې په نښه شوې، حوثیانو یې په ډاګه پړه پر غاړه واخیسته چې دا کار موږ وکړ. د حوثیانو له دې دعوې وروسته د امریکا د دفاع سکرتر مارک اسپر په پینټاګون کې وویل چې چې د سعودي ، امریکا او نورو نړیوالو څېړنیزو ادارو له لورې د وړاندې شوو معلوماتو پر اساس دا خبره بیخي روښانه ده چې د سعودي د تېلو پر زېرمو چې کوم میزایلونه ویشتل شوي وو، د ایران له لوري (حوثیانو ته) ورکول شوي وو.

کله چې خلګ د یمن د کورنیو جګړو اړوند خبره کوي، د هغوی هدف همدا پورتنی بیان شوی جریان وي چې په حقیقت کې دوه بارز حریفان سعودي او ایران په پردۍ جګړه کې مخالف اړخونه حمایه کوي. د دې ترڅنګ د سعودي او اتحادیې سره جوړ هیوادونه لکه د امریکا متحده ایالتونه، فرانسه او برتانیه هغوی ته سلاوي او لوجیستیکي مرستې ورکوي. او دا هر څه وړیا نه، بلکې په ګرانه بیه یې سعودي ترې رانیسي. د همدې سلاوو خرید و فروخت دی چې محمد بن سلمان یې د ټرمپ داسې خوږ او نږدې ملګری ګرځولی دی. په ټوله نړۍ کې سعودي یوازینی هغه هیواد دی چې له امریکا څخه ډېرې سلاوې رانیسي او د یمن په جګړه کې یې استعمالوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه.
عزام صاحب ته،
بیلکل ګټور معلومات،همدا د یمین لوبه افغانستان کی هم روانه ده، یو لوری پاکستان حمایه کوی، او بل لوری امریکا،
پیسه، اسلحه، مشوره، د پاکستان امریکا،
سره او توده وینه،کاکری ،د مظلومو افغانان.
ملایانو لږ کتابونه راوګوری ،چه د اسلام په دا کی څه ګټه ده؟امریکایان،انګریزان خو په دا جنګ کی نه مړه کیږی،فقط د افغانانو خپل منځنی قتل فلم ګوری،او شنه شی دا خندا څخه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x