افغانستانروغتیا

پاکستان ته د مصنوعي تنفس ماشینونو د قاچاق په تړاو د عامې روغتیا وزارت غبرګون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پژواک خبري آژانس هغه راپور رد کړی، په کوم کې چې پاکستان ته د مصنوعي تنفس یو شمېر ماشینونو د قاچاق په اړه اسناد وړاندې شوي وو.

پژواک خبري آژانس د خپلو موندونو په اساس نن د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته شوو د مصنوعي تنفس ماشینونو(وینټلاټورونو) له ډلې ۳۲ هغه یې پاکستان ته په داسې مهال قاچاق شوي چې هره ورځ په افغانستان کې ناروغان د مصنوعي تنفس د نشتون له کبله ساه ورکوي.

که څه هم ددغه راپور د چمتو کولو پرمهال د عامې روغتیا وزارت ویاند او سلاکار «ایمل سمسور» پژواک ته ویلي ؤ، چې ددې ماشینونو د قاچاق له موضوع اګاهي نه لري او په خبره یې، وزارت به یې په اړه پلټنې وکړي؛ خو اوس ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه موضوع په یو اړخیز ډول او له کوم دلیل پرته رد شوې ده: «د عامې روغتیا وزارت دغه موضوع کاملا ردوي او ددې راپور سرچینه مؤثقه نه ګڼي.»

ددې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د روغتیا په سکتور کې «مفسدو» او «فرصت طلبو» چارواکو په پيژندلو کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو له «قانوني چلن» سره مخ شي.

وینټلاټورونه چې د مصنوعي ساه اخستنې د ماشینونو له ډلې دي، د کرونا د هغو ناروغانو لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د ساه اخستنې ستونزو سره مخ او د سږو د خرابېدو امکان يې تر بل هر وخت زیات وي.

له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو او روغتیا وزارت لخوا د پراخ مالي فساد راپورونو سره همهاله پاکستان ته د مصنوعي تنفس ماشینونو د قاچاق موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر فعالانو غوښتنه کړې چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې دې د ولسوالیو او ناحیو په کچه ولسي څارونکي وګومارل شي، ترڅو عامو خلکو ته متوازن روغتیايي خدماتو رسولو ترڅنګ د روان فساد مخنیوی هم وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx