نظــر

کرونا وبا؛ د همغږيو څرنګوالی!/له دريو لومړۍ برخه

وحيدالله مصلح

معمولاً کله چې پر يوه هېواد طبيعي ناورينونه راځي هلته د هېواد ټول ذيدخل اجرايوي وزارتونه او ادارې په يوې اجرايوي همغږۍ کې راټولېږي، لومړيتوبونه ټاکل کېږي او بيا دغه لومړيتوبونه په يوې عملي همغږۍ کې ترلاسه کېږي، که چېرته همغږي نه وي نو د هرې ادارې لومړيتوبونه به متفاوت وي او د لومړيتوبونو منطقي تسلسل به ډېر سره شکېدلی وي.

کله چې زمونږ هېواد ته کرونا وبا راغله د يوې پياوړې همغږۍ غوښتنه يې کوله، داسې چې ټولې ادارې د مشخصو او شريکو موخو لپاره خپلې منابع په کې بسيج او فعالې کړي.

د کرونا وبا په وړاندې د وزارتونو، ادارو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو او رضاکارو ادارو همغږي بايد له حقيقتونو سره سم تحليل شي، په دې ليکنه کې د همغږيو دغه څرنګوالي ته تنقيدي کتنه شوې ده.

د ارګ او روغتيا وزارت همغږي!
د کرونا وبا په وړاندې ټولې حکومتي هڅې د دې غوښتنه کوي چې يوه سېسټماتيکه همغږي رامنځته شي، مثلاً ارګ بايد له همغه لومړيه د عامې روغتيا وزارت ملا تړلې وای، په ارګ کې د وبا د مديريت لپاره د جلا اضطرار کمېټې اړتيا څه وه؟ که ارګ غوښتل چې سېسټمونه پياوړي کړي؛ خو همدا يې ښه وخت وو.

دا ښه شو چې ارګ تر لږ مزل وروسته دا کمېټه بېرته وزارت ته وسپارله، خو ايا په وزارت کې په لويه او منځنۍ کچه همغږي وه؟ د دې پوښتنې ځواب هم خورا پېچلې دی، په دې کې شک نه شته چې د عامې روغتيا وزارت رهبري د کرونا وبا په وړاندې د ريښتينې مبارزې پر سنګر ولاړ و او دی او پياوړې هلې ځلې کوي، خو دلته په همغه پيل کې ستونزه د چارو د داخلي ناهماهنګيو وه، له ښه مرغه د معينيتونو په کچه ډېر مناسب تغيرات رامنځته شول، په روان حالت کې د عامې روغتيا وزارت مقام داسې ټيم ته اړتيا لرله چې همغږی او له وزير سره د کرونا وبا په مخنيوي کې پر يوه لاين وي.

وبا؛ د ذيدخله ادارو همغږي!
د ارګ، عامې روغتيا، حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ، کار او اجتماعي چارو وزارت، عملياتي واحد او نورو مربوطه ادارو تر منځ همغږي پياوړې او منظمه نه ده، حکومت تر اوسه په دې ونه توانېده چې د همغږۍ له همدې محوره نوموړيو وزارتونو ته د کرونا په وړاندې مبارزه کې شريک مسئوليتونه وټاکي او هغوی په يوه قوي همغږۍ کې د کرونا پر ضد بوخت کړي.

اصلاً داسې نه ښکاري چې نوموړي وزارتونه او ادارو ته دې د کرونا وبا په وړاندې شريکه لوړه موخه او د ترلاسه کولو لپاره مشخصه سټراټيژي او تعريف شوي لومړيتوبونه او لاسته راوړنې په نښه شوي وي.

دغه همغږي بايد داسې وای چې د وبا کمول په کې د ټولو ګډه موخه وای، او دې ګډې موخې ته د رسېدو په خاطر د هر وزارت او ادارې فعاليتونه او منابع په کې تعريف شوي وای، د هر وزارت فعاليتونه بايد ګډې موخې ته رسېدل اسان او چټک کړي، د هر وزارت فعاليتونه بايد په منطقي تسلسل کې وي او د کرونا وبا پر ضد يو بل حمايه کړي، مسير او جهت بايد يو وي او لارې بايد بې راهه ته لاړې نه شي.

کرونا وبا؛ اطلاعات او فرهنګ وزارت!
په عامه پوهاوي کې اطلاعات او فرهنګ وزارت نقش خورا لوړ دی، مونږ چې مخکې د ارګ او وزارتونو د نقش خبره وکړه يو عملي مثال يې رسنۍ وې، هلته چې رسنيو ته په څو دقيقو لسګونه زره افغانۍ ورکول کېږي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت کولای شول چې د هېواد ټولې رسنۍ په يوه ملي رسالت کې د ګډون له لارې دې ته اماده کړې وای، چې په رضاکار ډول د خلکو د اګاهۍ په لوړولو کې کار وکړي. دا د همغږۍ يو کوچنی مثال دی، اطلاعات او فرهنګ وزارت کولای شي چې ملت د وبا په وړاندې روغتيايي او ملي لارښوونو کې توجيه کړي او لار وروښايي.

له بده مرغه رسنيو نه يوازې په دې برخه کې ملي مسئوليت نه دی ادا کړی، بلکه د لويو لويو کنسرتونو، مزاحيه پروګرامونو او نورو رسنيزو ټولېدنو له لارې يې د کرونا وبا په خپراوي کې پوره برخه هم اخېستې. که د حج او اوقافو وزارت د مساجدو د مديريت په اړه پړ دی دغسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو په سرسامو لويو اجتماعي برنامو پړ دی.

د رسنيو يو بل ناوړه فعاليت د منفي او مخرب تنقيدي راپورونه ستونزه ده، مثلاً ما ته د افغان جاپان روغتو يوه مسئول جمال عباس صاحب وويل چې د يوې رسنۍ خبريال راغی، دلته د روغتون مخې ته پر پايوازانو وګرځېد، ټولو ورته د روغتون په اړه مثبت نظر ويلو، وايي دې خبريال بيا زمونږ په مخکې په جار ويل چې هغه څوک مې په کار دی چې د روغتون نه شکايت لري! د همدې خبريال راپور بيا د شپې د مشهور تلويزيوني کانال نه خپرېده او ټول راپور يې پر شکايتونو او منفي ګرايۍ راټول و، په داسې حال کې چې همدې خبريال د کرونا له وېرې دومره نه شول کولای چې د روغتون داخل ته ولاړ شي او هلته د روغتون حالات په خپلو سترګو له نزدې وګوري، نو کله چې له پېښو سره رسنيز چلند دغسې د کوڅې د سر شي نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئوليت او نقش ته په کې اړتيا کتل کېږي.

وبا؛ د حج او اوقافو وزارت!
د دې اړتيا وه چې په همغه لومړيو کې د علماو يوه پياوړې غونډه راغوښتل شوې وای، د عامې روغتيا وزارت کولای شول چې دوی ته تخنيکي ارقام او سناريوګانې ورکړي علماو بيا د همدې طبي ارقامو او سناريوګانو په رڼا کې کولای شول چې يوه ټولمنلې فتوا رامنځته کړي، خو حالت دا و چې د وبا په ټول صعودي ميلان کې په کليو ولسونو کې دستاربندۍ هم وې او ديني غونډې هم وې او د مسجدونو پر ځای په کورونو کې لمونځونه خو محال دي، په دا کابل کې په سلګونو خلکو د جُمعې جماعت په تللو سره عنداللهي او خدای جاتي د دې عذاب په خورولو کې برخه اخېستله او اخلي يې، د هېواد نور ښارونه او کلي ولسونه تر دې ډېر په کې مصروف دي.

سره له دې چې د کرونا وبا د خطر په نظر کې نيولو سره علماو فتوا ورکړه چې لمونځونه دې د مسجدونو پر ځای په کورونو کې ترسره شي، خو د دې فتوا په اړه خپله د حج او اوقافو وزارت په اډانه کې همغږي موجوده نه وه او هلته داسې استدلال کېده چې خلک په بازار او نورو ځايونو کې ګرځي نو له مسجدونو ولې بندي شي!

حکومت بايد دا ناهمغږي له منځه وړې وای او حج او اوقافو وزارت بايد د کرونا وبا په اړه خپل مسئوليت له سليقوي او شخصي تعبيرونو نه پورته په ارزښتي ډول ترسره کړی وای.

ناسم عرفونه؛ څه بايد وشي؟
په ملت کې هم د وبا په اړه فرهنګي عرفونه د ديني ارزښتونو په توګه منل شوي دي، داسې علما هم شته چې هغوی غوښتل خلکو ته ووايي چې لمونځونه په کورونو وکړئ او دا د دين غوښتنه ده خو هغوی د خلکو له احساساتو ډارېدل، خلک پسې راجېګېدل او توند عکس العمل يې ښوده.

اوس پوښتنه دا ده چې له عام ولس سره په دغسې عرفونو کې څرنګه لار وشي، بيا هم دا زمونږ د علماو مسئوليت دی چې ولس د اسلام په اصلي وسطي فکر تربيه کړي، که نه دوی به بيا ورته ديني فتوا وايي او هغوی به ورته وايي چې ډارن يئ! همدغسې حالت کې علما بايد د عامه پوهاوي يو سرتاسري کمپاين په لار واچوي، کله چې مونږ او زمونږ علما وايو چې اسلام د ژوند دين دی، خو يوه لويه عملي بېلګه خو يې همدا ده، که زمونږ علما په ريښتيني ډول په وبا کې خپل نقش ادا کړي نو دوی به خلکو ته عملاً اسلام په دغه ساحه کې د ژوند د نظام په توګه معرفي کړي.

ادامه لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx