افغانستان

کوچیانو په غزني کې د هدیرې د غاصبینو پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): معترضو کوچیانو په غزني ولایت کې د کابل ـ کندهار او د غزني ـ پکتیکا لارې د ترافیکو پرمخ تړلي او خبرداری ورکوي، تر هغو چې د دوی د هدیرې لپاره ځانګړې شوې ځمکه د غاصبینو له منګولو آزاده نه شي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

لاریون کوونکو کوچیانو چې د غزني ولایت لالا علي په سیمه کې یې د کابل ـ کندهار لویې لارې منځ کې د اعتراض خیمه درولې وايي، حکومت ورته د هدیرې لپاره ۶۰۰ جریبه ځمکه ورکړې؛ خو په خبره یې د حکومت په چوکاټ کې یو شمېر غاصبین اوس دغه ځمکه په نورو خلکو پلوري او دوی څخه یې خپلې ځمکې ګرځولي دي.

دوی خبرداری ورکړ، تر څو پورې چې ددوی غوښتنې منل شوې نه وي، لارې به همداسې تړلي وساتي.

له بل پلوه د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده هم وايي، چې حکومت پخوا د غزني ښار په څلورو خواوو (سوېل، شمال، ختیځ او لوېدیځ) کې د هدیرو لپاره ځمکې بېلې کړې وې:
«دا چې اوس کوچیان د هدېرې لپاره ځمکه غواړي، په هکله یې څیړنې کیږي او غوښتنې ته به یې د قانوني په چوکاټ کې ځواب وویل شي.»

نوموړي ډاډ ورکړ چې دوی به له هغو غاصبینو څخه د کوچیانو ځمکې بیرته واخلي او هغوی ته به یې وسپاري، ځکه په خبره یې حکومت د غاصبینو ملاتړ نه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې حکومت پورې تړلي کسان د هدیرو ځمکې غصب کوي، بلکې تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې حکومتي چارواکو او زورواکانو د هدیرو او نورې ځمکې غصب کړي، چې لا تراوسه یې حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x