نظــر

د جګړو او تلفاتو دروغجن ارقام د څه لپاره اعلانیږي؟

زخمي افغان

تاسو به متوجه یاست چې په دې وروستیو کې که له یوې خوا د اختریز اوربند راهیسې د جنګي عملیاتو او بریدونو کچه کمه شوې او د بندیانو د تبادلې پروسې زور اخیستی، بل اړخ ته ځیني مشخص حلقات په خاص ډول په کابل کې د ملي امنیت شوری په نوم ادارې دې ته زور ورکړی چې هره اونۍ او میاشت د جګړې د تلفاتو د راپورونو په اعلان سره وضعیت بشپړ جنګي وښيي.

پخوا زموږ نه یادیږي چې د ملي امنیت شوری دې د ورځې او اونۍ په حساب د جګړو ارقام اعلان کړي وي. اما په دې وروستیو کې دغه نهاد د جنګي تبلیغاتو په سرچینه بدل شوی دی. د دې ادارې د ویاند جاوید فیصل لخوا په جنګي تبلیغاتو کې دومره مبالغه کیږي چې ښایي د هیچا زړه ته ونه لویږي.

د بیلګې په توګه تېره اونۍ په افغانستان کې یوه عادی اونۍ وه، کوم لوی برید نه دی ترسره شوی او نه یې رسنیو راپور ورکړی. خو د ملي امنیت شوری ویاند اعلان وکړ چې تېره اونۍ د افغانستان په تېره ۱۹ کلنه جګړه تر ټولو خونړۍ وه، سلګونه بریدونه وشول او د سلګونو په حساب تلفات یې درلودل او عجیبه یې لا دا چې په دوه اړخیزه جګړه کې یې د دې ټولو بریدونو او تلفاتو پړه هم په یوه اړخ ( طالبانو) واچوله.

حقیقت دا دی چې همدا اوس چې د سولې پروسه له نازک او حساس پړاو څخه تیریږي، نو لکه څنګه چې اکثره افغانان د دې پروسې د بریا لپاره هڅې کوي، ځینې داسې حلقې هم شته چې شخصي ګټې یې له جګړې سره تړلي دي او هغوی په هیڅ صورت نه غواړي چې دغه پروسه په بریا سره پرمخ لاړه شي او بالاخره بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

د بیلګې په توګه همدا د ملي امنیت شوری په نوم نهاد چې په افغانستان کې د امریکا په پیسو د جنګیدونکو عسکرو عمومي مشري په غاړه لري. دوی ته هر کال میلیادونه ډالر د دې لپاره راځي تر څو روانه جګړه ورباندې پر مخ یوسي. که چیرې د سولې پروسه کامیابه شي او جګړه پای ته ورسیږي، معلومه خبره ده چې د ملي امنیت شوری ته را روانې پیسې به قطع کیږي، نو بناء دغسې ځینې ادارات هیڅکله د جګړې د اور مړه کیدل نه غواړي.

د سولې د پروسې په اوج کې د دوی لخوا د جګړه ییزو تبلیغاتو وجه دا ده چې دوی غواړي حالات ترینګلي او بشپړ جنګي وښيي او طالبانو ته د ګڼ شمیر بریدونو په منسوبولو سره دې ته بهانه جوړه کړي تر څو یو ځل بیا د بندیانو د خلاصون په قضیه کې بهانه جویي پيل کړي او په دې ډول پیل شوې پروسه بیا له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

تېره ورځ چې د نامعلومو افرادو لخوا د باګرام د هوایي ډګر په څارنوالانو مرموز برید وشو، دا هم د سولې د تخریبي هڅو یوه برخه ده، تر څو یو بل جنجال ته زمینه سازي وکړي.

هیوادوال دې ډاډه اوسي چې د ملي امنیت شوری لخوا وروستي جګړه ییز تبلیغات او ارقام واقعیت نه لري. که چیرې په نږدې ورځو کې واقعا د جګړې او بریدونو کچه دومره زیاته وای، نو باید رسنیو یې هم راپورونه ورکړي وای. مګر اوس موږ وینو چې یوازې د مشخصو ادارو څخه دغسې بې اساسه تبلیغاتو ته لمن وهل کیږي نور په واقعي ډګر کې هیوادوال کوم فوق العاده جګړه ییز حالت نه ویني.

په دې برخه کې باید رسنۍ هم متوجه واوسي تر څو د ملي امنیت شوری په شان د غرضي او بې اساسه تبلیغاتو په کمپاین کې ورسره شرکت ونه کړي. بلکې یوازې دې د خپلو منابعو او خبریالانو د معلوماتو په اساس قضاوت وکړي. تر څو هیوادوالو ته د وضعیت په اړه دقیق او صحیح معلومات ورسیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx