نظــر

افغانان نور د جوړ جاړیو حکومت نه مني، نه مني، نه مني!!!

په افغانستان کې  د دیموکراسۍ د پلې کېدو په  دې لنډ لوړ او ځوړ کې  چې  کوم حقیقت د افغانستان کړېدلي ملت په دقیقه توګه درک کړی دی،  هغه دا دی، چې د دیموکراسۍ دا پروسه باید پخپل لاس کې واخلي ،  دا پروسه باید افغاني شي، تر څو د ملت اراده تمثیل  اوخلک پخپله د مصلحتونو او جوړښتونو څخه لېري د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې  د خپل ځان لپاره حکومت غوره کړي،  داسې  حکومت  چې د مصلحت او امتیاز  پر بنسټ  یې  اراده  نه  وي یرغمل شوې.
که یوه لور ته د افغانستان کړېدلی ملت د جګړو  د نړونکو  پایلو سره لاس  او ګریوان دی؛ خو بل لور ته د دغه بدمرغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره د جګړو د  نمایشی بدیل  ” دیموکراسۍ” سره هم  لاس او منګولې نرموې او د نوموړې  مکرجنې  “دیموکراسۍ” سره چې د افغانستان دښمنانو د افغانستان د کړېدلي ملت د غولونې لپاره غوره کړې ده، د راکړې ورکړې په پایله کې   د افغانستان د سرلوړی ملت سیاسی شعور او پوهه دومره لوړه شوې، چې ډېر په روښانه توګه  په دې پوهېدلی  چې د خپل ځان  د  ژغورلو لپاره باید د رېښتنې” دیموکراسۍ” د پروسې سره سم خپله  رایه وکاروي،  خپله رایه  د امتیاز ورکولو او مصلحت پاللو  لپاره   نه بلکې د برنامې  لپاره وکاروي،  د افغانستان د هر اړخیزې پراختیا لپاره،  نو ځکه ټول  راووتل او د خپلې ارادې د تمثیل لپاره يې په پراخه کچه رایه وکاروله، په داسې سیمو کې چې ښخینه وګړي د ډېر شدید اړتیا څخه  پرته له کورونو څخه نه وځي،  ښځینه وګړي په پراخه کچه  د رایه اچونې لپاره ووتل، تر څو د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې هغه بدلون را منځه ته کړي، کوم چې  د افغانستان د کړېدلي ملت راتلونکي د مصلحت نه لېري ، تضمینوالی شي، تر څو خپل برخلیک د رېښتنې “ډېموکراسۍ”  د معاصر اصولو سره  سم  په  خپل لاس  وټاکي،  ټول شته ګواښونه  یې و منل او نړۍ ته  یې دا پيغام په ذغرده ورکړ، چې افغان ملت یو متمدن ملت دی، که د تورې شرنګ یې د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسېدلی، نو د قلم، معرفت، علم او پوهې  …په ډګر کې هم تر هیچا کم نه دی، خو بنسټيزه  ستونزه  بیا هم  دا ده، چې نوموړی ملت  د داسې  سیاسي مشرتابه او بهرنيو  استخبارتي دسيسو سره مخ دی،  چې د خپلو شخصي ګټو لپاره  د دوی په برخلیک لوبې کوي.
هغه څه چې په هلمند کې   د افغان  ضد  بهرنیو استخبارتي کړیو له  خوا په  لاره  اچولی شوي، که په څه  دلالت کوي، نو هرو مرو په دې دلالت کوي، چې د افغانستان  دښمن  په سیاسي  ډګر کې په  افغانستان کې د افغانستان  د کړېدلي ملت  پر وړاندې  شکست خوړلی او اوس  هڅه کوي، چې خپل  دا سیاسي شکست  د جګړیزو عملیاتو له  لارې جبیره کړي  او له دې لارې  په افغانستان کې یو هرج او مرج  را منځته کړي، تر څو د افغانستان د ملت  دا لویه  بریا  ستونزمنه  او کړکیچنه   کړي.
اوس که د افغانستان ملت  خپل اراده  تمثیلول غواړي،  نو د نړۍ پر مخ  هيڅ   داسې ځواک شتون  نه لري، چې د دغه  ولسي بهیر پر  وړاندې ودرېږي او مخه  یې  ډب کړي. که  څه هم چې د دغه ولسي بهیر د مخنوی لپاره کورنۍ او بهرنۍ دسیسې شتون  لري، او په  ډېر قوت   زیار باسي،  تر څو داسۍ خنډونه  را منځه ته شي، چې د نوموړي ولسي بهیر  موخې بې لارې کړي.
داسې بریښي، چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د تجربې هغه کوږ  بنسټ چې د  دیموکراسۍ د علمبردانو په لاس د جرمني هېواد دبون په ښار  کې د افغانستان لپاره یې  تهداب کېښودل شو او د افغانانو لپاره د مصلحټ پاللو او امتیاز ورکول پر اساس   یو حکومت را منځ ته شو،  د افغانانو په لاس په افغانستان کې د سمون په لور  په حرکت کې  لوېدلی، په  دې معنا چې افغانان  غواړي  د دیموکراسۍ په  چوکاټ کې  د مصلحت پاللو او امتیاز اخیستلو  دغه  رټلي  اصل  ته  نور د پای ټکی کېږدي  او د  جوړ جاړیو دحکومتونو د پای  پیل اعلان کړي.
افغانان نور د دیموکراسۍ له اصولو سره سم د مصلحت او امتیاز پر بنسټ حکومت  نه مني، د شخصي هوسونو  پر بنسټ حکومت نه مني، د  زور او ټوپک حکومت نه مني،  د چور او چپاول حکومت نه مني، د غصب او تالان حکومت نه مني، د وحشت او بربریت حکومت نه مني ..  د دیموکراسۍ له اصولو سره سم د ټاکنو د پایلو پر بنسټ د خپل ځان لپاره  د یوه ولسواک حکومت  د را منځته کولو پرېکړه يې  هغه مهال وکړه ، کوم مهال چې ټول  په  دوهم پړاو ټاکنو کې د ګډون لپاره  راووتل، او  تر پای   ټول  په یوه غږ  د خپلې  رایې څخه  د دفاع  په موخه  د ټینګ   عزم  او ارادې سره  چمتوالی ښي.
افغانان په دې باور چې رایې ته  يې درناوی کېږي، د ټولو ګواښوونو د منلو سره  راووتل  او خپله رايه  یې د خپل ذوق او قناعت سره سمه وکاروله، تر څو افغانستان د دیموکراسۍ د اصول پر بنسټ د دغه ناورین څخه وژغوري، کوم چې له  دریو لسیزو راپدیخوا وسره لاس او ګریوان دی،  ټوله  مادي او معنوي شتمنۍ  یې له منځه ولاړه، خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې واقع شوه، د بېلابېلو فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو یرغلونو سره مخ شول..
یو ځل بیا باید یادونه ولرو، هغه څه چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پلې کېدو په موخه  یې  بنسټ کوږ کېږودل شو، هغه د جرمني په بون ښار کې د ډېموکراسۍ علم بردارنو راټولېدل وو،  تر څو د افغانانو لپاره د ډېموکراسۍ له اصولو سره سم یو ولسواک حکومت را منځه ته کړي!. خو یو ځل بیا د ډېموکراسۍ ټیکدارانو د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې  لکه چې د تاریخ په اوږدو کې یې دا چلند خپل کړی دی، د خپلو ګټو او مصلحتونو د خوندی کولو لپاره د امتیاز اخیستلو  او مصلحت پاللو پر بنسټ یو حکومت را منځ ته کړ، چې په پایله کې د افغانستان ګڼ شمېر سیاسي او نظامي ځواکونه له پامه وغورځول،  له هغه مهاله تر اوسه د ډېموکراسۍ د مظاهرو ( ټاکنې) په لړکې د ډېموکراسۍ د اصولو خلاف امتیاز اخیستل او مصلحت پالل یو مشروع عمل کڼل کېږي، چې له بدمرغه د افغانستان پر سیاسي جوړښت( حکومتدارۍ) باندې یې خپل ناوړه اغېز پرېښی دی، د افغانستان د حکومت سیاسي، اقتصادی  او ټولنېزې پرېکړې یې یرغمل کړې دي وي، چې تر ننه پورې یې د افغانستان  کړېدلی ملت له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی، د کړیدلی ملت اراده  د سیاسي ځواکونو او شخصیتونو د غوښتنو او هوسونو قربانی  شوی ده.  له هماغه مهاله  تر نن پورې په افغانستان  کې سیاسي زعامت او سیاسي اداره  د مصلحتونو  او امتیاز  اخیستلو  یرغمل کړې ده.
هغه ژمنې چې ولسمشرٍۍ ته یو نوماند یې د امتیاز ورکولو او یا مصلحت پاللو په پایله کې بېلابېلو سیاسي اړخونو او یا وګړو ته مني، هرو مرو په پای کې د عامو خلکو دچارو په تنظیمولو او د پرېکړو په اخېستلو کې د نوماند خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه هغه بیا د ژمنې په پایله کې اړ دی، چې ورکړې ژمنې پلې کړي او په داسې حال کې بیا عامه مصلحت د څو اړخونو او یا وګړو د مصلحت تر اغېز لاندې لاهو کېږي. په افغانستان کې د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې را منځه ته شوې حکومتونه د دغه ستونزې سره مخ دی او اغېز یې د افغانستان کړېدلی ملت له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه څه چې د افغانانو دغه ملي پروسه  یې داغداره کړې ده،  هغه په دغه پروسه کې  فساد دی، د افغانستان په  دې پاکه  ملي  پروسه کې د فساد عاملین څوک دي؟، هغه که هر څوک دي، د افغانستان خپلواک ملت  ته  د منلو وړ نه دي، ملت  له  وړاندې  د دوی  فساد غندلی او په هیڅ  ډول د دغه فساد پایلي نه مني!
یقینا، چې   د ټاکنو په  پروسه کې  د فساد یو  بنسټيز عامل  تقلب، تزویر  .. دی،  او نوموړي  عامل  د اسلام په چوکاټ کې هغه رټلي او غندلي مفهوم دی،  کوم چې الله تعالی او د هغه  رسول (صلی الله علیه وسلم ) پرې لعنت استولی او هغه  مسلمان  چې دغه ناوړه چلند په خپلو چارو کې خپلوي هغه د الله تعالی او د هغه  د رسول صلی الله علیه وسلم  له لارې بې لارې شوی او د هغه اړخ   په حق کې لوی ظلم او تیری کوي، چې په بې خبرۍ کې  یې په حق کې تر سره کېږي.
د یادو مفهوم   ډګر هم  په  انساني ټولنه کې ډېر پراخه او  وسیع  دی،  په دې معنا چې چل ، فریب، تقلب، غولونه.. د انسانانو په ټولو چارو کې د یو لور  څخه د مقابل لور په حق کې تر سره کېدای شي . خو له کومه  ځایه چې دغه  ناوړه چلند د افغانستان په  یوه  داسې برخلیک ټاکونکي  مساله کې  د داسې  شخصیتونو  له  اړخه  تر سره کېږي، چې د افغانستان د رهبرۍ لپاره یې لاس  بډ وهلي، دا بیا د افغانستان د کړېدلي  ولس لپاره  د  ژورې اندېښنې خبره ده  !.
د ټاکنو په پروسه کې  د فساد له  بنسټیزو عواملو څخه  بل عامل رشوت ؤ، که د افغانستان په اسلامي هېواد کې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره هر نوماند د دغه کار محرک وي، آیا هغه به د دې وړ وي، چې د افغانستان کړېدلي ملت ته خدمت وکړي، د فساد جرړې له منځه یوسي، په داسې حال کې چې پخپله په داسې مهمه او حساسه مساله کې د ټولنې د فساد هغه عوامل کاروي،چې الله تعالی پرې لعنت ویلی، ورنه ګټه پورته کوي تر څو ولسمشرۍ ته ورسېږي!؟.
د افغانستان کړېدلی ملت د خپل برخلیک په ټاکلو کې خپل ایماني او وجداني مسؤولیت د دینی ارزښتونو په پام کې نیولو سره تر سره کړي دی، خپل رایه  یې  په امانت سره کارولې ده  او وړ کس ته رایه  ورکړې ده، هغه کس ته چې په نسبي ډول د افغانستان په ګټه کړنې په پام کې لري.. خو باید ووایو،چې  ټینګه اراده  هم  ورسره  پیدا شوې ده، چې له خپلې دغې رایه څخه تر پایه دفاع وکړي او هر هغه  نوماند ته   په  کلکه ګوتڅنډنه کوي، چې بیا د د دغه کړېدلې ولس  د برخلیک پر حساب  له  هغه او دغه  سیاسي اړخونو سره جوړ جاړی و نه کړي، او د ولس ارادې او عزم  ته درناوی وکړي او که  چېرې خدایه مه کړه  د ولس پر دغه اعتماد بیا ځل معامله  وشوه، بیا به د افغانستان د ولس اعتماد د دیموکراسۍ په دغه پروسه باندې د تل لپاره له منځه ولاړ شي! بیا به څوک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د رایو د صندوقونو لور ته ولاړ نه شي، بیا به څوک  د ولسواک حکومت د رامنځته کولو لپاره د ټولټاکنو پر پروسه اعتماد و نه کړي.
عبدالرحمن فرقانی
FORQANI_604@HOTMAIL.COM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلام او شاه شجاع کرزی ته زما پیغام : په کار خو دا وو چه افغان اولس درته د هر ډول بدو کلماتو او کنځلو صرفه نه کولی ځکه تا لکه د خپل ناموس په شان د دیرو سپیڅلو افغانانو ناموس د یو څو ډالرو په مقابل کی په صلیبی او یهودی وحشیانو کفارو او ذلیلو وپلورلو ، هغه ستا د ناموس پلورل هم زمونږ پلورل دی ځکه ستا ناموس به هم ستا په شان ذلیله نه وه ، ولی ستا له لاسه ذلیله شوه الله ج دی په دی عمر کی د قذافی او مبارک په شان ذلیله کړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x