افغانستان

خلیلزاد: امریکا پر څارنوالانو د برید د عاملینو د نیولو غوښتونکې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بګرام عدلي مرکز د پنځو هغو څارنوالانو وژل غندلي، چې له بګرام او نورو زندانونو څځه د طالب زندانیانو د خلاصون په هلو ځلو بوخت وو.

تیره ورځ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د یو برید له امله د بګرام عدلي مرکز ۵ تنه څارنوالان ووژل شول، کوم برید چې طالبانو او اروپايي ټولنې په کلکه وغندلو او یاد برید یې د سولې د دښمنانو کار وبللو.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې دغه پېښه باید په هر اړخیزه توګه وڅیړل شي او امریکا ددغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتونکې ده.

خلیلزاد ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي، له دې نه ښکاري چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د سولې هڅو د ناکامولو په لټه کې دي او باید دغه کړۍ پیدا کړل شي.

د خلیلزاد په خبره دا د افغانستان د دښمنانو کار دی او په کار ده چې دغه ډول بریدونه د سولې پروسې باندې منفي اغیز ونه کړي.

هغه دغه راز په افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د بندیانو د خلاصون پروسې چټکیا او بشپړېدو سره بین الافغاني خبرو ته کیني، ترڅو ددایمي سولې او اوربند سبب شي.

د بګرام عدلي مرکز پر څارنوالانو برید کې طالبانو هم لاس لرل رد کړي او په دې یې د پلټنو پیلولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دا ډول کړنی د افغانانو د ارامی د دښمنانو کار دی(ع،غ)، لوطی شال، د لوی غاصب( سیاف) ډله، دسارق کبیر(ربابی) ډله، دافغانانوقاتل
ګلببوډله، د ټګ او ټګمار ډله دغه ځنځیری قتلونه کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x