روغتیا

د زردالو ګټې، د خوړلو موانع او د وچ او تازه توپير

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): زردالو د خوند او رنګ سربېره د کاربوهایډرېټ، ویټامینونو، وسپنې، فاسفورس، کلسیم، مګنیزم او یو شمېر منرالونو څخه بډایا مېوه ده چې ګڼ شمېر ګټې لري، دلته د زردالو ګټې، د خوړلو موانع او د وچې او تازه توپیر وړاندې کوو.

د زردالو ګټې

د سترګو لید پیاوړی کوي، او عمر پورې اړوند د چاپیریال منفي اغیز، فشار او غیر صحي ژوند سره په سترګو کې د بېلا بېلو بدلونونو مخه نیسي، په دې کې پراخه کچه ویټامن A شتون لري چې د سترګو لید لپاره اساسي عنصر دی.

د زړه سیستم روغتیا لپاره ښه دي.

کولمې په حرکت راولي چې ورسره د هاضمې سیستم ښه کیږي، او نسبت هغه خلکو ته چې اوږدمهاله قبضیت او د خیټې پړسوب لري، ډاکټران ورته په خوراکي رژیم کې د زردالو خوړلو سپارښتنه کوي.

پوستکي ته ګټور دي، په ویټامن بي لرلو سره د پوستکي روغتیا ته وده ورکوي، زردالو د پوستکي حجرې په بیا رامنځته کولو کې خورا مهم رول لري.

د وینې کمښت مخنیوی کوي، په بدن کې د هیموګلوبین یا د وینې سره کورویات کمېدل د وسپنې کمښت پورې اړه لري، نو زردالو پراخه کچه وسپنه لري، چې په مرسته یې کولی شئ بدن د وینې له کمښت وژغورئ.

بدن ته رطوبت ورکوي، د همدې لامله پوهان له تمرین کولو وروسته د دوه زردالانو د خوړلو سپارښتنه کوي.

له زوړوالي مو ساتي، د هغه ناروغۍ په مخنیوي کې غوره رول لري چې انسان ژر زړوي، همدغه راز ځینې څيړنې ښيي چې دا د الزایمر (هېرېدو) ناروغۍ خطر هم کموي.

کوم کسان باید زردالو ونه خوري؟

که کوم کس د شکر ناروغۍ په لومړیو کې وي دوی ته د زردالو نه خوړلو جدي سپارښتنه کیږي، که څه هم دا ټيټه کچه کالوریز لري خو په دې کې پراخه کچه شکر موجود دي.

د معدې او د هاضمې سیستم خرابوالي ناروغۍ پرمهال، لکه (د معدې زخمونه، د بنکریاس او قولون انفیکشن «کوم چې تریخي پورې مربوط دي» او داسې نور) لرل، په داسې حال کې له خپل خوراکي رژیم څخه زردالو وباسئ.

که کوم کس الرجي یا حساسیت لري، په داسې حال کې د زردالو خوړل ممکن د ټوخي، پوزې بهېدو، پړسوب، سوروالي او خارښ لامل شي، نو په دې حالت کې یې له خوراک ډډه وکړئ.

زردالو د پښتورګو ناروغانو لپاره هم مناسب نه دي، د خوړلو څخه وړاندې ډاکټر سره مشوره وکړئ.

په دې ټولو حالتونو کې که تاسې د کومې ناروغۍ یا حساسیت ښکار یئ نو د زردالو په ګډون د نورو خوړو څخه وړاندې هم له خپل متخصص ډاکټر سره مشوره کوئ.

وچ زردالو

کله چې میوه وچه شي اوبه یې ورکیږي او معدنیات په کې زیاتیږي، خو موانع یې د وچوالي یا تازه والي سره توپیر نه لري، بل لوري ته، وچ زردالو کې د تازه په پرتله زیات کالوریز وي، دا په دې معنا چې وچ زردالو ممکن ستاسو په وزن کمولو کې مرسته ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx