نړۍ

سعودي د سږني حج په اړه رسمي پریکړه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سعودي حکومت په نړۍ کې د خپرې شوې کرونا وبا له کبله د روان ۲۰۲۰م کال د حج فریضې په اړه رسمي پریکړه اعلان کړه چې له مخې به یې بهرنیان نه شي کولی د حج فریضه ادا کړي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کرونا وبا د خپریدو مخنیوي په خاطر یوازې هغه کورني او بهرني کسان چې په سعودي کې میشت دي په محدوه پیمانه حج کولی شي.

د یادې اعلامیې له مخې د حج او عمرې وزارت زیاتوي، «د نړۍ په ۱۸۰ زیاتو هېوادونو کې د کرونا ویروس خپریدو ته په کتلو د حج فریضه محدوده کړل شوه، د کومې له مخې به د مختلفو تابعیتونو خلک چې په سعودي کې میشت دي په محدود ډول په روغتیایي خوندیتوب کې کولی شي حج ادا کړي».

د سعودي حکومت له دې وړاندې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په پار په مارچ میاشت کې عمره ځنډولې وه، او ددغه هېواد ۹۰ زره جوماتونه یې تړلي وو چې وروسته یې د پرانیستلو پریکړه وکړه.

دغه راز یاد حکومت په نورو هېوادونو غږ کړی و چې د حج په اړه خپل پلانونه وځنډوي تر څو د کرونا ویروس په اړه لید روښانه شي. په دې لړ کې اندونیزیا او مالیزیا خپل وګړي حج ته له تلو منع کړي دي.

د سعودي حکومت د تیرې ورځې پریکړې په ملیونونو انسانان ناراضه کړل، څوک چې د خپلو مصارفو زیاته برخه د حج په ادا کولو لګوي، او ځینې خو یې کلونه کلونه د حج کولو لپاره انتظار باسي تر څو د سعودي چارواکو خوښه او منظوري ترلاسه کړي.

د سعودي هېواد د احصائیو لپاره د عمومي ادارې د معلوماتو له مخې تېر ۲۰۱۹م کال نږدې ۲ ملیونه او ۴۹۰زره کسانو د حج فریضه ادا کړې وه، په داسې حال کې چې ۶۳۴زره یې په سعودي کې وو، په دې کې ۲۱۱زره سعودیان او پاتې نور د نورو تابعیتونو خلک وو، هغه کسان چې له نورو هېوادونو حج ته تللي وو شمېر یې یو ملیون او ۷۵۵زره تنه و چې زیاته برخه یې له اسیایي هېوادونو څخه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx