افغانستانروغتیا

د عامې روغتیا وزارت د ګودام معتمد د ۸۰ زره ډالرو بډو اخیستو پرمهال ونیول شو

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې مسئولین وايي، د عامې روغتیا وزارت د ګودام معتمد یې د ۸۰ زره امریکايي ډالرو بډو اخیستلو پرمهال نیولی دی.

د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې عمومي رئیس محمدنواب احمدزي هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، د عامې روغتیا وزرات د توکو ساتنې د مرکزي ګودام معتمد یې نن د سه شنبې په ورځ (۳ چنګاښ) د محافظتي روغتیايي توکو د یو قراردادي شرکت له څښتن څخه د بډې اخیستو په حال کې نیولی دی.

د احمدزي په خبره، نیول شوي معتمد ددغه قراردادي شرکت څخه د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو بډو غوښتنه کړې وه، چې په پایله کې په ۸۰ زره امریکايي ډالرو سره جوړ شوي وو.

د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې رئیس وايي، چې ددوی څارنوالانو یاد معتمد د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو ادارو د استازو په حضور کې د ۳۰ زره امریکايي ډالر بډو اخیستو پرمهال لاس په لاس نیولی دی.

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګودام معتمد له هغو مهمو کسانو څخه دی، چې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او هېوادونو لخوا مرسته شوي روغتیايي وسایل دده په تر نظارت لاندې ساتل کېدل.

نیول شوی معتمد دغه راز تورن دی، چې یو شمېر مرسته شوي روغتیايي تجهیزات او وسایل یې بیرته په قراردادي شرکتونو پلورلي دي.

د ورکړل شوو راپورونو په اساس نوموړي معتمد په لومړنیو پلټنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

لویه څارنوالي وايي، له نیول شوي معتمد څخه یې پلټنې پيل کړي او د تورن ثابتولو لپاره یې کافي موارد موجود دي.

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګودام معتمد په داسې مهال د لویې څارنوالۍ مؤظفینو لخوا د بډې اخیستو پرمهال لاس په لاس نیول کیږي، چې وړمه ورځ پژواک خبري آژانس د یو تحقیقاتي راپور په ترڅ کې خبر ورکړی ؤ، چې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته شوي ۳۲ پایې ونټیلاټورونه(د مصنوعي تنفس ماشینونه) پاکستان ته قاچاق شوي دي.

که څه هم تیره ورځ عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته د پژواک تحقیقاتي راپور رد کړ؛ خو نن دادی د لویې څارنوالۍ مؤظفین په دې توانېدل چې ددې وزارت د مرکزي ګودام معتمد د بډو اخیستو پرمهال په لاس په لاس ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx