ټولنیزه برخه

ړنګ جوماتونه څه وايي؟

محمد وقايت الله (وقار)

که تاسو له هر فکر سره مله وئ او که د هرې طبقې وګړي ياست… که مو زده کړې کړي وي او که نه؟ که د نورو هېوادونو سفرونه مو کړي وي لاښه ده او که يوازې د خوږ هېواد ځينې سيمې مو ليدلي وي! بيا هم پام وکړئ…

که مو سفر ته زړه کېږي او که نه؟ که د خپل جېب خرچ لرئ او که نه؟ که د بې شمېره ملګرو د ملګرتيا زور مو درلوده او له ځانه سره مو د دغه ډول «سياحت» له پاره بوتللی شول او که نه؟ اړينه نه ده، چې تاسو دې په غوره موټرو کې لاړ شئ، لسګونه او آن سلګونه ملګري دې درسره وي، په لاره دې تاسو ته مختلف خلک هرکلی ووايي او هغه د ژمن، مېلمه پال پښتون قام په تعبير څوک دې درته سپېلني لوګی کړي او يا دې د بڼو په څوکو درته لارې جارو کړي… مهمه نه ده، چې څوک دې درته لارو ته راووځي او لکه د نن د حاکم په څېر دې ستاسو دغه عادي سفر هم د زرګونه بې وزله خلکو د خفګان او زيان لامل شي… ډېر دلته په ژوند عذاب وي او دغه عذاب ېې له مرګه وروسته هم غځېږي، دوی په ژوند ملت ته خير نه دی رسولی؛ نو کله چې ومري بيا ېې د جنازې او تدفين مراسم د ملت د عذاب يوه بله نمونه شي چې په دې خبرو د هر چا سر خلاص دی او د خدای له پاره له خدای تعالی وغواړئ چې له يوه داسې حالت څخه مونږ وساتي.

تاسو که د ځوانۍ په عمر کې يئ، ډېره ښه ده، ځکه ځوانان چې څومره زر تغييرېدای شي، سپين ږيري او مشران هومره نه وي، که سپين ږيري او مشران يئ؛ نو بيا هم د مايوسۍ خبره نه ده، ځکه ستاسو په واک کې لږ تر لږه لسګونه وګړي دي چې تاسو ېې د برخليک واک لرئ او کولای شئ چې په خپله روزنه ېې د خير او يا هم شر طرف ته سوق کړئ… خو ستاسو پام ارو مرو دېته شته چې د خير لوری بيا کوم انجام لري او د شر د لوري نتيجه څه ده؟

په هر حال زه تاسو ته د يوه نوي سفر وړانديز کوم، د ښارونو له مصنوعي ښکلاوو ورتېر شئ او د اطرافو او کليو طبعي ښکلاوو ته ولاړ شئ، هلته به ډېر څه ووينئ، هلته به د طبيعت خاموشي ووينئ… د طبيعت خاموشي په ځانګړې توګه هغه وګړو ته ډېره ضروري ده، چې د ښارونو شور ناارامه کړي وي او په ډېرو رنځونو ېې اخته کړي وي… هلته به د رښتيني اخلاص، للهيت، مينې او سرښندنې څېرې ووينئ، زمونږ د ژمن، مخلص، قهرمان او محبوب ولس غوښنه برخه په کليو کې اوسېږي، باور مو وشه چې کله تاسو د کليوالې مينې ننداره وکړئ بيا به نو دا بازاري مينې درته هيڅ ښکاره شي، دا تش په خولې «جار قربان» د هغه پښتون يوه نر ست ته نه شي رسېدای چې درته سابه تياروي خو د سر، مال او عزت حفاظت ته دې لکه د غر درېږي او په هيڅ صورت د خپل دين او ارزښتونو سودا ته نه اماده کېږي…

ښارونه په خپله هم ښکلي دي؛ خو دا اوس چې ېې څه ډول وينو، دومره ښکلا ورته د الله تعالی په توفيق د بشر کوښښونو ورکړې ده، مګر اطرافونه بيا په خپله ډېر ښکلي دي او لاهم د بشر له لاس وهنې پرته خالق تعالی پکې د خپل قدرت بېلابېلې نښې ځلوي…

زه داسې نه وايم چې ښار ټول په ټوله خراب دی، ناااا، هيڅکله نه، که مونږ داسې ووايو؛ نو دا خبره نادرسته ده او مونږ به (نمک حرامي) کړي وي، دا ځکه چې ښار په حقيقت کې د تمدن، پرمختګ او علم زانګو ده او ددې ستر لامل همدا دی، چې ټول پيغمبران عليهم السلام چې د تمدن، پرمختګ او علم علمبرداران وه، په ښارونو کې راستول شوي دي، مګر له دې هر څه سره سره له ښاره د لرې اطرافو يوه يوه کتنه له يوه لوري انسان له خپل اصلي فطرت سره تړي، روح ېې اراموي، ذهني توازن ېې برابروي او د ژوندانه په ترخو کې ورته خواږه ښايي… خو له بل لوري د «خووووووږ وطن» د کليو ليدنه په دې هم په کار ده، چې ويده ضميرونه ژوندي شي او ويښ ضميرونه لاپسې د ويښتابه احساس واخلي، کله چې د ښار له دنګو ماڼيو ورتېر شې او د کليو د خلکو ستونزې درک کړې، هلته د علم او پرمختګ سست مزل وګورې او هغه ناوړه پايلې چې د علمي، عملي او اخلاقي تشې له کبله رامنځته شوي دي، ولولې؛ نو پوه به شې چې تر خپله وسه ددې په اړه ته څومره مسؤل ېې او دلته څومره کار ته اړتيا ده؟

دا نو يو ويښوونکی پيغام دی، چې نه ېې هر څوک اخيستلی شي او نه ېې هم هر څوک هضمولی!

د ښار ښايستونه دې خدای تعالی لاپسې زيات کړي؛ خو ولې اطراف چې مې وکتل، هلته نه يوازې دا چې بشر خدمت نه دی کړی، بلکې د طبيعت په ورانولو پسې ېې راخيستې ده، هلته د غريب افغان چې هر څه ېې د کوچني پټي له کروندې دي، هغه وران کور بيا بېل پيغام لري… دا نو د يوه کس کور نه دی، دا د ټول کلي او قام حالت دی، چې په سلګونه کورونه بمباردونو سوځولي او په سلګونه غرونه وحشت خوړلي دي او ښايست ېې ورته د پسرلي د هغه ګل په څېر ختم کړی چې د خزان سيلۍ پرې راولګېږي او انسان هيڅ فکر نه شي کولی چې دا هم يو وخت ګل وو؟

د کلي ماشومان ټولو هغه خلکو ته په ښېراوو بوخت دي، چې د خپلو شخصي ګټو له کبله ېې د هغوی د علمي پرمختګ مخه ډب کړې ده او د هغوی حق ېې په خپلو جېبونو کې په زور منډلی دی… تخريب شوي تعليمي مراکز او ړنګ جوماتونه د حال په ژبه د منصب، شهرت او مال بنده ګانو ته ازار کوي او بااحساسه او ويښو وګړو ته د يو ځل بيا ويښېدو، مخ په وړاندې مزل، يو ځل بيا ترقۍ، يو ځل بيا امېد، يو ځل بيا پاڅون او يو ځل بيا خپل رسالت او مسؤليت ته د متوجه کېدو پيغام لري.

څومره ښه پيغام دی؛ خو کاش چې د عصر په فتنو کې اخته وګړي ېې واوري او د عمل جامه ورواغوندي… ربه مونږ ته په دې پيغام عمل راکړه او له هر ډول فتنو مه وژغوره…

(هسکه مېنه، ننګرهار)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx