افغانستان

خوست: د وزيرستان مهاجرينو سره مرستې وشوې

نن ټکی اسيا: د خوست ولايت چارواکي وايي، چې دغه ولايت ګربزو ولسوالۍ کې له وزيرستانه راغليو مهاجرينو سره اړينې مرستې وشوې.
چارواکي وايي، چې دغه مرستې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيوالې ټولنې UNHCR)) لخوا وشوې.
راپورونه وايي، چې د وزيرستان هغو مهاجرينو سره د اړينو توکيو مرستې وشوې، چې له دې مخکې ورسره چا مرستې نه وې کړې.
د کډالو لپاره د ملګرو ملتونو مؤسسې(UNHCR) له دغو خلکو سره د کمبلو، ترپالونو، خيمو، د اوبو ستلونو او يو شمېر نورو اړينو توکيو مرستې وکړې.
د (UNHCR) چارواکي وايي، چې دوی د وزيرستان مهاجرينو سره د مرستو لپاره خوست ولايت کې خپل دفتر پرانستی او د نوموړو خلکو د لاسنيو او مرستو لپاره به هر رنګه ګام پورته کوي.
د خوست ولايت ګربزو ولسوالۍ او نورو سيمو ته د قبايلي سيمې وزيرستان څخه راغلي خلک د افغان ولس او حکومت له مرستو او تعامله خوښ دي او وايي، چې دوی هيڅکله داسې فکر نه کوي، چې پردي هېواد ته راغلي دی، ځکه چې افغانانو ورته په ورين تندي هرکلی ويلی او د خپلې خولې ډوډۍ یې ورسره نيمه کړې ده.
د خوست ولايت چارواکي وايي، چې تر اوسه له لس زرو زياتې وزيرستاني کورنيو خوست ته هجرت راکړی دی.
ويل کېږي، چې نوموړي خلک له سختو کړاوونو او ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکيو په ګډون هر رنګه مرستو ته اړتيا لري.
افغان سوداګرو، عام ولس او حکومت په ګډه هوډ کړی، چې د وزيرستان د دغو مهاجرينو مرستې او لاسنيوی وکړي.

خبریال: احمد جرس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x