د نن سرلیکنه

پاکستان ته د قاچاق شویو وینټلاټورونو په اړه!

نن ټکی اسيا سرليکنه

تیره ورځ یو شمیر رسنیو د پژواک آژانس د مستند راپور په حواله خبر ورکړ چې د روغتیا له وزارت سره مرسته شوي ۳۲ پايي وینټلاټورونه (د مصنوعي ساه اخیستنې ماشینونه) له یاد وزارت څخه غلاشوي او پاکستان ته قاچاق شوي ، چې یو افغان سوداګر اوس هڅه کوي دغه دستګاوې په پېښور کې له قاچاقچیانو په پېښور کې وپېري او بېرته یې افغانستان ته راوړي.

دا لومړی ځل نه دی چې له کابل حکومت سره مرسته شوي وسائل په دغه حکومت کې د یو شمیر فاسدو چارواکو لخوا غلا او بیا پاکستان ته قاچاق کیږي.

تر دې وړاندې هم څو ځله له یاد حکومت سره د مرسته شویو پوځي وسائلو د غلا او ګاونډیو هیوادونو ته د هغو د قاچاق کولو راپورونه د معتبرو رسنیو له لوري خپاره شوي ، چې د حکومت له لوري یواځې په دې باره کې د پلټنو په تر سره کولو سره هغه موضوعات اوس له پامه لویدلې دي.

سره له دې چې په تیر ۱۹ کلن بهیر کې افغانستان په درغلي او فساد کې د نړۍ په کچه لومړی هیواد او دولتي چارواکي یې اکثریت هغه کسان دي چې د هیواد په داخل او بهرکې د درغلیو په جرم تر تعقیب او پلټنې لاندې دي خو تر اوسه پوري د دغو مفسدینو له جملې څخه یې یوه هم پر ځان ثابت شوي درغلي نه دي منلي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري د غلا شويو ماشینونو موضوع هم هغه عملي درغلی دی چې د اسنادو له مخې د یاد وزارت پر چارواکو ثابت شوی، مګر هغوی له هیڅ سند پرته صرف د یوه مکتوب په صادرولو سره ځان له دې غلا او ستر خیانت څخه برئ الذمه بولي.

د هغو اسنادو له مخې چې د یادو وینټلاټورونه د مرسته کوونکو افغانانو له لوری نن ټکی اسیا ته رالیږل شوي دا ویل شوي چې له یادو ماشینونو سره یو ځای د ډاکټرانو لپاره وقایوي لباس او د کورنا د مخنیوي لپاره نور طبی امکانات هم شامل وو چې په ډیر زیار سره په چین کې د میشتو افغانانو له لوري مهیأ او کابل ته ولیږل شول.

د عامې روغتیا وزارت د هیوادوالو د روغتیا د یوه مسؤل ارګان په حیث دا اخلاقي مسؤلیت لري چې د کورنا ناروغي د مخنیوي په لاره کې خپل ټول شته امکانات په کار واچوي؛ نه دا چې له همدې ناروغانو سره د نورو مرسته شوې مرستې غلا کړي.

دا چې د کرونا وبا په دغو بوږنوونکو شیبو کې د عامي روغتیا وزارت له لوري طبي وسائل پلورل کیږي هیواد وال به د هغو سلګونو ملیارده ډالرو په اړه څومره ډاډ ولري چې د نړیوالې ټولنې لخوا له یاد وزارت سره د کورونا د مخنیوي په اړه کیږي؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close