
اسلام او سيکولرزم (نهمه برخه)
راضیه مفیضه
سیکولران اکثره وختونه د غیبي حقایقو په هکله لکه جنت، دوږخ، د الله تعالی وجود او داسې نورو غیبي حقایقو په هکله سوالونه مطرح کوي او په دې ډول دوی غواړی و خلګو ته شکونه ورواچوي.
دوی کوښښ کوي چې مسایل له شروع څخه نه بلکه له مینځه څخه مطرح کړي ترڅو مقابل طرف و دوی ته قناعت ورنکړای شي.
جواب:
1. که غواړو د دین او غیبي حقایقو په هکله په بحثونو کولو کې و یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږو نو باید موضوع له سره شروع کړو، اول دا چې آيا دا جهان خپله خلق سویدی او که خالق لري؟
دوم دا چې کوم ثابت نظم او همږغي چې په دې جهان کې شته او بیا د هر مخلوق په وجودی یو ډير عالي پرمختللی او ثابت نظام سته ( د هر مخلوق جوړښت د هغه د کار او وظیفې پر اساس سویدی او هر مخلوق ته په فطري توګه د هغه د ژوند د سر ته رسولو لارښوونه سویده) آيا دا نظامونه د تصادف پر بنیاد مينځته راغلي او چلیږي او که ترشا یې د علم کامل قدرت او اراده لرونکی یو ذات شتون لري؟
دا هغه سوالونه دي چې د عقل، منطق او استدلال پربنیاد یې جوابونه ورکول کیږي نه د مشاهدې له رویه.
که دوی د الله تعالی په وجود د کائناتو د خالق او ناظم په توګه ایمان راوړی بیا خو وروسته سوالونه خپله حل کیږي او که دوی د الله تعالی په وجود ایمان نه راوړي او د آخرت او نورو غیبي شیانو ثبوت په مشاهده سره دلته نغد غواړي دا خو بلکل غير منطقي او غیر معقوله خبره ده.
2. انسان په فطري ډول همیشه کله چې معلول یا سرته رسیدلی کار وګوري نو د علت د پیدا کولو په لټه کې یې کیږي او که یې علت محسوس نه وي نو یو نا لیدل سوی علت د استدلال پر بناء ورته پیدا کوي، ځکه د انسان عقل هیڅکله دا نشي منلای چې یو کار دې خپل په خپله سوی وي، انسانان چې علمي اکتشافات کوي هم د انسان دهمدغې غریضې پر بنیاد یې کوي چې باید د هر کار علت پیدا کړي، که له انسان سره دغه طبیعي انګېزه نه وي بیا علمي اکتشافات او پرمختګ نه شي کولای.
3. دا په نړۍ کې یو عام قانون دی چې موږ بعضې شیان د هغوی د اثراتو له رویه پيژنو، که څه هم اصلي علت یې محسوس او د لیدنې وړ نه وي مثلا د جاذبې قوه، برقي جریان، صوتي او رادیویي او مواج، د تلویزون تصوري امواج د انسان روح او نور.
4. په همدغه توګه موږ د الله تعالی د قدرت اثرات په دنیا او مخلوقاتو کې ګورو او له هغه ځای څخه د الله تعالی په وجود ایمان راوړو، اوس نو همدغه د علت او معلول فطري قانون او په غیبي علتونو باندې باور لرل که بعضې کسان د نورو شیانو په مورد کې مني خو یوازې د لجاجت او تعصب پر بنیاد یې د الله تعالی د وجود په باره کې چې د ټولو علتو نهایي علت دی؛ نه مني نو دا خو د هغوی لوی ظلم او ګناه ده چې له ځانو سره یې کوي او قصداً د کائناتو د سمې پیژندګلوی په هکله خپله ځانونه د جهالت او ناخبري په کنده کې ورغورځوي، بیا نو دوی لره دا حق نشته چې د آخرت پر مسایلو او نورو اسلامي عقایدو نظرونه ورکړي.
5. دوی وایي چې روح د مادې محصول او د مادې د کیمیاوي او بیولوژیکي تعاملاتو په نتیجه کې رامینځته کیږي، د مادي (عناصرو) خواص خو معلوم او ثابت دي نو که روح د مادي محصول واوسي بیا به مرګ نه وای او په مناسبو محیطو کې به نوې ژوندۍ حجرې او موجودات له مادې څخه په وجود راتلای.
نور بيا…..