نظــر

د ملت ساه مې ډوبېږي

محمد اسماعيل يون

له خوښۍ محروم ، له سوکالۍ محروم او د ژوند له نورو نعمتونو محروم ولس ، یوازې په دې هیله ژوندی پاتې و، چې ځه که حکومت او لارښود نه لرو ، د خدای په پنځول شوي طبیعت کې خو له شته اکسیجن څخه ګټه پورته کوو. اکسیجن ته یې هم قوانین وضع کړل ، یوازې هغه شرکتونه حق لري چې له دولت سره تړون ولري او د کار او فعالیت اجازه. یو شمېر هېوادوال مې د دې قوانینو تر انفاذ لاندې ساه ډوبي شول، بیا بله پلمه جوړه شوه ، چې هېواد کې د اکسیجن تولید کم دی، نو ځکه خو حکومت ټولو ناروغانو ته اکسیجن نه شي رسولی، بیا یو شمېر انسانپالو پانګوالو افغانانو اعلان وکړو ، چې موږ حاضر یو په وړیا ډول هېوادوالو ته اکسیجن تهیه کړو . بیا نوې پلمې جوړې شوې چې صبر دا کار باید د یو تخنکي او مسلکي ټیم له خوا وارزول شي.

دا څنګه تخنیکي او مسلکي ټیم دی چې خپله هېڅ شی نه شي جوړولی او یوازې د نورو د تولید ارزونې ته ناست دی ؟

بیا د ژمنو لړۍ پسې و غځېدله ، هله نن دا کار وشو ، سبا دا طرحه وړاندې کېږي او بل سبا هغه بله ، په همدې همدې کې (۹۰۰ ) ملیونه ډالر لادرک شول ، خو (۹۰۰)  ناروغان پرې ونه رغېدل ، ملت په قصدي ډول له  کرونا سره لاس و ګرېوان کړای شو، حقیقت دا دی چې نږدې شل ملیونه افغانان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي دي ، خو حکومتي شمېرې بیا تر (۴۰) زرو نه دي پورته شوي.

دا یو مقاوم ملت دی ، له کرونا سره یې خپل مقاومت پیل کړ، ضایعات او وافیات وو، خو د ناروغانو د شمېر په انډول لا ان په سلنه کې هم نه راتلل، د ملت روحیه ورځې تر بلې ښه کېدله او دا یې د یوې عادي ناروغۍ په توګه انګېرله، دا مهال یو بل بد خبر راغی ، چې حکومت دومره فعال دی ، چې له (IMF) څخه د  کرونا د مقابلې لپاره (۲۲۸) ملیونه ډالرو پور غواړي ، دا خبره نو د ملت پر ټپونو د مالګې د پاشلو په مانا وه ، چې دا چارواکي خو به سبا یو هم نه وي دا پور به بیا څنګه خلاصوې ، چې نه یې د اخیستو ، نه یې د لګښت او نه یې هم د بېرته ورکړې لپاره هېڅ ډول واضح پروکرام شته؟

له دې رنځ او اندېښې لا خلاص نه وو ، چې بله ټکه راپرېوته ، ویل کېږي چې افغانستان سره د مرسته شویو اکسیجن وېنټلاټیورونو یو پاموړ شمېره پر ایران او پاکستان پلورل شوې ده .

دا په داسې حال کې ده چې دا دواړه هېوادونه په تېره بیا پاکستان ، د ملک د اول شخص د تفکر پر اساس ډېر منزوي شوی !؟ که منزوي شوی نه وای ، حالات به کوم حد کې وای ؟ پر پاکستان او ایران باندې ددې ډول دستګاه وو خرڅول ، خو دا مانا ورکوي چې دې ډول اشخاصو ؛ دولتي دي که نا دولتي ، طبي پرسونل دی ، که ناطبي، سیاستوال دي که پانګوال او نور هر ډول ګډونوال یې ، دا په دې مانا دي چې دوی د خپلو میندو ، خویندو ، ورونو او پلرونو پر تنفس تجارت کړی ، دا ډول اشخاص دې ته منتظر دي چې د ټول ملت پر تنفس هم معاله وکړي، نو راځئ مخکې تر دې چې کرونا جدي وګڼئ دا ډول مافیا جدي وګڼئ ، څوک دې ځان د نظام د وارث په نامه تریو تریو نه کوي او بیا دې نه دې ډول بې شرمو اشخاصو ته د توجیهاتو پرتوګ ګنډي ، تر دوی نو بیا د ځمکې پر مخ نور د نه سړي زامن نه شې پیدا کولای ، اصلي او اکبر جهاد د دغسې بې ضمیره پر ضد روا دی ، د جمهور رییس په ګډون په ترتیب سره لاندې وړو چارواکو پورې ټول په دې مسولیت کې د خپل مقام او مو قف په انډول مسولیت لري:

چې مشر ېې قمبر وي
اختر به یې مازیګر وي

خدای دې ټول هغه مستقیم او نا مستقیم چارواکي چې په دې ډول جرمونو کې لاس لري ، په شرمونو و شرموي چې دا غیور ملت ېې له دې سخت مظلومیت سره مخ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

سمه خبره ده تائيد وویی

A saeed

دا خلګ مونږ شل کاله پخواه پېزندل خو افسوس محترم استاده
چی ته ئ لا وس هم شه نه پوهېږنې
دا ټول خائېنېن دی.

سی جفاء ئ له الله سره وکړه تری لری ګرزه
په وېنا ئ باور مکړه دا خود خواه ده

نو دا ټول خود خواه خلګ دی
دوئ زمونږ ده دېن خاوری ملت تارېخ او په ټولو ارزشتو سوداوی کړی دی او کوئ ئ.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx