نظــر

د پاکستان په اړه د مولانا ابو الکلام ازاد وړاندوينه او اوسني حالات

د هند د ازادۍ ستر امام مولانا ابوالکلا ازاد د هند د تقسيم او د پاکستان د جوړيدو تر ټولو سخت مخالف و او ويل به يې، چې پاکستان دمسلمانانو لپاره نه، بلکې دا د اسلامي امت د ځپلو او د بريتانیا او غربي ښکېلاکګرو د ګټو لپاره جوړيږي.

۱۹۴۶م کال کې مولانا ابوالکلام ازاد د هند يوې مجلې “چټان” سره يوه مرکه کړې وه او وروسته بيا هغه مرکه د کتاب په بڼه خپره شوه.
د کتاب نوم “abulkalamazad the man who knew the future “دی.

مولانا يو هندي ژورناليست شروش کشميري سره په خپله مرکه کې ويلي، چې پاکستان د مسلمانانو لپاره نه جوړيږي، بلکې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو او غربي ښکېلاک د ګټو لپاره جوړيږي.

مولانا فرمايي، چې پاکستان کې به د غربي ښکېلاکګرو د مزدورانو واک وي او هر څه به د دوی د ګټو لپاره کوي.

ابوالکلام ازاد وايي، چې د جناح له مرګه  وروسته به ډېر لږ وخت کې ختيځ او لويديځ پاکستان سره جلا شي او لامل به يې دا وي، چې د بنګال له خلکو سره ظلمونه کيږي او هغوی به له خپلو حقونو محروموي، چې بالآخره به دوی د خپلو حقونو لپاره د بېلتون غوښتنه وکړي.

په دغه کتاب کې د مولانا له خولې ليکل شوي، چې پاکستان کې به وخت پر وخت د غربي هېوادونود ګټو لپاره پوځي کودتاوې وشي او د هرې پوځي کودتا تر شا به د امريکا او بريتانيا ځانګړې ګټې خوندي وي.

مولانا ويلي، چې د اسلامي نړۍ سياسي اتحاد راتلونکي وخت کې نه ويني او ښه نمونه يې عربي نړۍ ده.

مولانا فرمايل، چې جګړه به د امريکا او روس وي، د جګړې ډګربه افغانستان وي او پاکستان به د نړۍ د ګټو لپاره د دغې جګړې مرسته کوي.

د بلوچستان سند او د سرحد اوسيدونکي به له خپلو حقونو محروم او دغه محروتيا به نړۍ ته د لاسوهنې چانس په لاس ورکړي.

مولانا ويل، چې د پاکستان جوړيدل د اسلام لپاره نه دي، بلکې د اقتصادي ګټو لپاره دي.

همدې ټولو خبرو ته په کتو اوس ويلی شو، چې پاکستان د کرايې يو چوک دی.

موږ تاسې هر سهار ګورو چې، څلور لارو او چوکونو کې بې روزګاره او غريب خلک ولاړ وي، چې که څوک يې د مزدوۍ لپاره کوم ځای ته بوځي او دوی ماښام خپل کور ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

د پاکستان پوځ، حکومت او استخبارات يې دنړۍ په هر شر کې خپل خير لټوي او چې بل ځای ورته څه پيدا نشي، نو د نړۍ او خپلو شخصي ګټو لپاره د پاکستان پوځ او استخبارات خپل خلک هم وژلی شي.

د مولانا ابوالکلام ازاد تر ټولو مهمه او خطرناکه وړاندوينه دا وه، چې د پاکستان په نوم، چې کوم هېواد جوړيږي، د اسلام رښتوني پلويان به پکې ځپل کيږي.

اوس، چې سړی د مولانا ابوالکلام ازاد هغو وړاندوينو او اوسنيو حالاتو ته ګوري، نو هره خبره يې ټکی په ټکی رښتيا کيږي.

پاکستان کې د جنرال ايوب خان او جنرال يحيی له کودتاوو وروسته ختيځ پاکستان بنګال شو او له پاکستانه جلا شو.

د جنرال ضياءالحق له کودتا وروسته روس پر افغانستان يرغل وکړ او د پاکستان له لارې امريکا افغانستان کې خپل دښمن و واهه.

جنرال مشرف د نواز شريف د حکومت تخته نسکوره کړه او نتيجه کې يې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او مشرف په خپل سر د امريکا د مرستې لپاره هر رنګه ډاډ ورکړ او له هماغه ورځې پاکستان کې هم د اور لمبې بلې شوې.

جنرال مشرف سلګونه افغانان، عرب او خپل پاکستاني د څو ډالرو لپاره پر امريکا و پلورل او ځان يې ډېر بیدار باله، چې پردۍ جګړه کې به ښه اقتصاد جوړ کړي، مګر دېته يې پام نه و، چې دې سره به خپل هېواد د جګړې تنور ته ورټېل وهي.

د پوځ درې مشران

پر افغانستان د امريکايي يرغل له پيله د پاکستاني پوځ درې مشران بدل شول.

اول: جنرال پرويز مشرف، چې د امريکا د ګټې لپاره يې هر څه ومنل. خپل پوځ، هېواد او استخبارات يې د امريکا د ګټو لپاره د څو ډالرو په مقابل کې وقف کړل او د نوموړي د بنګساره پاليسيو له امله پاکستان کې د پوځ اميج خراب شو او له هماغه وخته ورته ولسي وګړي د کرکې په نظر ګوري.
هر ځای کې پر پوځيانو بريدونه او چاودنې پيل شوې، پوځي افسران بازارونو او عامو ځايونو ته د امنيتي ګواښونو له امله نشي تلای او تل خپل ولس ته د شک په نظر ګوري.

د جنرال پرويز مشرف له تقاعدۍ وروسته جنرال پرويز اشفاق کياني د پوځ سرلښکر شو.

جنرال کياني ارام طبيعته او د خپل ځانګړی فکر لرونکی يو فلسفي مزاجه سړی و او د مشرف لخوا ورته پوځ کې ډېرې ګډوډۍ ورپاتې وې.

هېواد کې امنيتي ګډوډۍ او د پوځ له لوري د هېواد په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات او امريکايي رسمي مداخلو جنرال کياني ډېر انديښمن کړی و.
کياني تر يو حده کوښښ وکړ، چې د امريکا لاسوهنې کمې کړي، قبايلي سيمو کې يې پوځي عمليات تقریبا بند کړل او پوځ هلته يوازې دفاعي عمليات کول.
امريکايي جنرال مايک ملن له کياني وغوښتل، چې شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات وکړي، مګر کياني ورته سکوټ انکار وکړ.

امريکا، چې د قبايلي سيمې مومندو کې پر پاکستاني پوځ بمبار وکړ، نو کياني اته مياشتې د امريکا او ناټو اکمالاتي لارې وتړلې او هيڅ اکمالاتي موټر يې افغانستان ته نه پريښود.

د سي آی اې يو جاسوس ريمنډ ډيوس، چې لاهور کې دوه پاکستاني و وژل، نو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري کياني د تيليفون په ليکه و ويل، چې زه درځم او بايد ريمنډ ډيوس راپريږدئ.

کياني ورته و ويل، چې تاسې موږ ته محترم ياست او د ريمنډ ډيوس په اړه پاکستان ته مه راځئ او موږ ستاسې خبره نه شو منلئ، مګر د يو څه وخت په تېريدو د هغه وخت ولسمشر اصف زرداري د پوځ او استخباراتو  مشرانو په دوکه ورکولو نوموړی امريکايي جاسوس خوشې کړ.

امريکايي عسکرو، چې ايبټ اباد کې اسامه بن لادن شهيد کړ، د مرکزي حکومت او خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت پرې خوښي څرګنده کړه، مګر جنرال کياني پرې سخت غبرګون وښود او دا کار يې د پاکستان پر حريم تېری وباله.

د جنرال کياني له تقاعد وروسته د پاکستان لومړي وزير ميان نواز شريف جنرال راحيل شريف د پاکستاني پوځ سرلښکروټاکه، مګر جنرال راحيل شريف يو ياغي باغي سړی وخوت او د لومړي وزير نواز شريف پاليسيو ته هېڅ احترام نه لري او خپلې پريکړې په خپل سر کوي.

د نواز شريف حکومت د زړه له تله غوښتل، چې پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي، مګر پوځ د امريکا په اشاره کوښښ وکړ، چې مذاکرات ناکام او شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغو د پلويانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي.

کارپوهان وايي، چې پوځي عمليات د پاکستان پوځ په خپل سر پيل کړي او د عملياتو په اړه لومړی اعلان هم د پاکستاني پوځ لخوا وشو او تر هغه وخته نواز شريف او د کورنيو چارو وزير چودهري نثار ترې ناخبره وو.

د کورنيو چارو وزير اوس هم په خپله خبره کلک دی او تر اوسه يې د پوځي عملياتو په اړه يوه خبره هم نه ده کړې او داسې ښکاري، چې پوځ سره يې اړيکې ترينګلې دي.

د پاکستاني حکومت تر څنګ د خيبر پښتونخوا د ايتلافي حکومت لارښود او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان به ويل، چې پوځي عمليات د ځان وژنې په معنا دي او د عملياتو له پيل کېدو وروسته يې و ويل، چې دوی د پوځي عملياتو اعلان د تلويزون له لارې وکوت او دوی ترې نه وو خبر.

د پاکستان پوځ دغه عمليات د امريکا په ځانګړې غوښتنه پيل کړي او تر هغه وخته به دوام ومومي، چې د امريکا خوښه وي.

د پاکستان جيټ الوتکې شمالي وزيرستان کې درنې بمبارۍ کوي او د ځايي خلکو له قوله تر اوسه يې د طالبانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژلي دي.

د شمالي وزيرستان شپږ لکه خلک د پوځي عملياتو له امله اغېزمن شوي، کورونه يې وران، مالونه او څاروي يې تباه شول او د شمالي وزيرستان خلک وايي، چې پوځ دوی او پاکستاني طالبانو ته په يوه سترګه ګوري.

د شمالي وزيرستان خلک وايي، چې حکومت دوی خپل ولس نه بولي او د دوی پر خلاف يې کرکجن تبليغات او پوځي عمليات پيل کړي او د پوځ په لمسون ګڼ شمېر حکومتي چارواکي هم دوی سره ډير بد چلند کوي او د دښمن په سترګه ورته ګوري.

د شمالي وزيرستان خلک وايي، چې پاکستان کې د دوی هېڅ راتلونکی نشته او له دې ژونده ورته مرګ ډېر ښه دی.

دوی وايي، چې دوی ته يوازې او يوازې د خپل غيرت، ايمان او جهادي جذبو سزا ورکول کيږي.

د پاکستان د وجود له پيله تر اوسه، چې کوم کارونه روان دي، سړی پوهېږي، مولانا ابوالکلام ازاد ته الله تعالی ډېر قوي سياسي فراست ورکړی و او هره خبره يې  د کاڼي کرښه او ځای پر ځای رښتيا کيږي، چې پاکستان د اسلام لپاره نه، بلکې د اسلام پرضد د اسلام  د تباهۍ او بربادۍ لپاره جوړ شوی دی.

لیکوال: استاد سعدالله وزير احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x