افغانستان

ننګرهار: د بټي کوټ ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه غلا شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د یو شمېر ښوونکو د معاشاتو د غلا کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسئول محمدآصف شینواری وايي، وسله والو غلو پرون د سه شنبې په ورځ(چنګاښ ۳مه) د ننګرهار ګمرک په ساحه کې د بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمریت تحویلدار څخه د یو شمېر ښوونکو معاشات په زوره تښتولي دي.

نوموړی زیاتوي، تښتول شوي معاشات چې یو ملیون افغانۍ کیږي، د بټي کوټ ولسوالۍ د یو شمېر ښځینه ښوونکو او قراردادي ښوونکو د څو میاشتو معاشات وو، چې له امله یې یادو ښوونکو سخت ټکان خوړلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې په دې تړاو یې درې تنه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ښوونکو د څو میاشتو معاشات هم د پولیسو د پوستې په څو مترۍ کې له تحویلدار څخه تښتول شوي وو؛ خو تراوسه یې د تښتوونکو څرک نه دی لګېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx