روغتیا

د کرونا ټیسټ په مثبت راتللو یوه مصري خپله میرمن له پنځم پوړه غورځولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د مصر په پلازمینه قاهره کې یوه کس خپله میرمنه هغه مهال له پنځم پوړ څخه غورځولې چې د کرونا ټیسټ یې له معایناتو وروسته مثبت ختلی و.

د راپورونو له مخې یاد کس د مصر امنیتي پولیسو لخوا نیول شوی دی، نوموړي د تحقیقاتو پرمهال پولیسو ته ویلي چې له پخوا راهیسې یې خپلې میرمنې سره اختلافات درلودل خو کله چې په هغې کې کرونا وبا وموندل شوه له پنځم پوړ څخه یې راوغورځوله.

یاده میرمنه له غورځېدو وروسته په بیړني حالت کې ژوندۍ روغتون ته استول شوې ده.

د کرونا وبا خپریدو له کبله که له یوه اړخه د نړۍ اقتصاد له خطر سره مخ دی، خو بل لوري ته یې ټولنیز ژوند هم په پراخه کچه اغیزمن کړی او د خاوند او مېرمنو ترمنځ یې د طلاق کچه زیاته کړې ده.

په دې لړ کې د مصر او سعودي په ګډون د عربي نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه اغیزمن شوي چیرته چې د طلاق پېښې له کرونا پرته په عادي وخت کې هم ډیرې رامنځته کیږي.

د مصر روغتیا وزارت د راپور له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا وبا څخه ۳۹ کسان مړه شوي، ۴۷۱۰ روغ شوي او ۳۱۳۹ نور پرې اخته شوي دي، په داسې حال کې چې د ټولو مړو شمېر ۱۳۴۶، د روغ شویو شمېر ۱۰۹۸۸۵ او د اخته کسانو شمېر ۱۶۴۱۴۴ ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x