نړۍ

دشیخ اسامه زوي له اسلام اباد څخه غوښتي دي چي دده دکورني غړي دي خوشي کړي

umer_bin_ladin(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۳۰) دوحه: دشیخ اسامه زوی وایی نوموړي دملګروملتونو له لوری هڅی پیل کړی دي ترڅوپر پاکستان باندي زور روالي چي دشیخ اسامه بچیان خوشي کړي

دشیخ اسامه زوي چي دخپل شخصي ژوند په اړه یی یوکتاب هم لیکلي دي، وویل زما سره دخپل پلار دشهادت په اړه هم شکونه پیدادي، ولی که زما پلاررښتیا اباما وژلی وي نو ولي یی دنوموړي عکسونه خپاره نکړل.

نوموړي زیاته کړه غواړم چي پاکستاني چاروکو ته یو پیغام ولیږم اوروته ووایم چي زمادکورنیو له غړو سره مرستي وکړي اوپریی ږدي چیړي چي غواړم ولاړشي، عمربن لادن له رویټر خبري رسنئ سر په خبروکي وویل دپاکستان حکومت باید زما دکورني دغړوپه ساتلو اوله هغوي سره په کمک کولو کي هیڅ ډول هڅي ونه سپموي ځګه هغوي ټول ښځي اوماشومان دي

عمرچي ډیرکم خپل پلارته ورته والي لري له تیریوه کال راپدی خوا دقطر په پلازمینه دوحه کي پاته کیږي، ترڅو خپل شرکت چي د (لادن ګروپ)  شرکت په نامه سره یادیږي اودجایدادونوپه چاروکي کارکوي مخ په وړاندي بوزي.

دبن لادن کورني دوانیو دجوړوني اودجایدادونو دراکړورکړي په چاروکي  ډیر مختګ کړي وو اوپه عربي نړي کي یوله دیرو پرمختللو شرکتونوڅخه وو، همدغه شرکت وو چي له شیخ اسامه شره یی ‌ډیره مرسته کړی وه ترڅو دروسانو اوبیا وروسته دامریکایانو په وړاندي وجنګیږي.

دروان کال دمي دمیاشتي په دوهمه نیټه دامریکا اولسمشر اباما اعلان وکړ چي دپاکستان دایبټ اباد په ښارکي یی دسمندرو ځواکونو دخاصو عملیاتو به نتیجه کي اسامه وژلی دی، چي وروسته بیا پاکستاني ځواکونو دنوموړي له ودانی څخه دنوموړي دمیرمنی امل احمد عبدالفتاح اوددوونورو میرمنواودوو ماشومانو په شمول ټول له ۱۵ څخه ۱۶ کسانو پوري ونیول، عمر زیاته کړه دنوموړی دیوي خور او دهغي له خاوند  څخه بغیر نورټول دکورني غړي یی له ایرانه څخه وتلي دي.

بخت الرحمن بخت ………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x