نظــر

افغاني فيمينيسټان

احمد ولي حقمل

د فيمنیزم تحريکونه د لومړي ځل لپاره په ۱۷مه پېړۍ کې په اروپا کې رامنځته سوه، په لومړي سر کې دې تحريک د ښځو لپاره د نارينه وو سره په سياسي او ټولنيزو چارو کې برابر حقوق غوښتل خو وروسته دا تحريک ورو ورو داسې افراطي سو چې آخر اوس د نارينو د برابرۍ پر ځای د نارينو څخه د نفرت عقيدې ته ورسېده، د فيمنيزم دې افراط او د فطرت سره ټکر ته په کتو سره په غرب کي اکثره د حقوقو فعالان د دې سره سره چي د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي ولي ځان ته د فيمنيست کليمې نه کاروي، چي يو واضح مثال يې ايلينور روسويلټ ده:

Eleanor Roosevelt د امريکا د 32 جمهور رئيس روز ويلټ ښځه ده، د بشر د حقوقو او د ښځو د حقوقو په هکله ددې خدمات نړيوال شهرت لري، د حقوق بشر نړيوالي اعلاميې مسوده هم ددې تر مشرۍ لاندي په جوړه سوې وه.

اما په ۱۹۶۰ م کال کې مبارزينو افراط وليده نو برملا يې اعلان وکړ چې ما د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کړې ده، ولې فيمينسټه نه يم (“A Lesser Life” by S.A. Hewlet).

نن فيمينزم د هغه نفساني مريضو ښځو تحريک دی، چې د نارينه وو په مقابل کې د ټيټوالي احساس کوي او په هر ميدان کي د نارينو سره د برابری جنون پر سر اخستي دي، د همدې لپاره دې تحريکونو ته د ښځو پر ځای د نرګډيانو(هغه ښځې چې د نارينه وو خواص ولري) د تحريک کليمه مناسبه ده، د فيمنيزم مبارزې ښځې هم ځان د عامو ښځو څخه جلا بولي او اکثره وخت ځانته د Androgyny کليمه کاروي، د Androgyny کليمه چې مساواتو د کليمې غوندې د فيمينزم په ادبياتو کې خورا ډېره استمعاليږي، معنی يې “په يوه کس کې د ښځې او نارينه دواړو خصوصيات جمع کېدل” دي ، او يا هم هغه چاته وايي چې نه نر وي او نه هم ښځه(Neither man, nor women).

اوس د فيمنيزم د تحريک اساسي هدف هم د نارينه و سره د ښځو مساوي حقوق نه بلکې د Androgynous ټولنې قيام دی، چيرې چې د نارينه او ښځې ټوله فطري، عاطفي او فزيکي امتيازات له منځه وړي او يوه داسې ټولنه جوړوي چې هلته د جنسيت پر بناء بايد هيڅ ارزښت نه وي موجود، بلکې ټوله نارينه او ښځې حيواناتو غوندې ګډ يو ځای اوسيږي.

نن چې د فيمنیزم تحريکونو ښځو ته کوم امتيازات ورکړي دي، هغه يې ښځې ته د يوې ښځې په صفت نه بلکي د نارينه په صفت ورکړي دي، ښځه يې داسې حد ته رسولې ده چې په فزيکي لحاظ به ښځه وي اما په عقلي او ذهني لحاظ سره به نارينه وي، ددې عاطفه او نور فطري خواص يې تر پښو لاندې کړي دي، چې په دې سره يې د نارينه وو مقام او عزت نور هم ډېر کړی دی، ځکه هغه کارونه چې پخوا يوازي د نارينه وو مسوليت وو اوس يې ښځي هم ورسره کوي؛
همدا سبب دی چې په غرب کې د فيمنيزم سخت دريځو مبارزينو ته د ښځې پر ځای د Manly Woman (د نارينه خصوصياتو لرونکې ښځې) کليمه استعاليږي.

نن په غرب کې ښځه ټوله هغه کارونه کوي، چي يو نارينه يې هم کوي، خو نارينه بيا هغه د ښځي فطري کارونه تر اوسه هم نه کوي، او تر اوسه هم هغو ته د ښځو د وظيفې په سترګه ګوري.

زموږ نارينه فيمينسټان
د فيمنيزم ددې جنوني تحريکونو څخه اکثريت غربيانو لا خپل برائت اعلان کړی دئ، خو بيا هم موږ ځيني افغاني نارينه ووينو چي ځان ته فيمنیسټ وايي او د فيمنیزم لپاره مبارزه کوي په داسي توګه چي تر هغه ښځو هم يو دوه قدمه مخته دي!!!

اول خو تر اوسه پورې په غرب کې پر دې باندي اتفاق نسته چي آيا يو نارينه هم فيمينيسټ کېدای سي که يا؟

د فيمنيزم اکثره مبارزيني په دې عقيده دي چي يو نارينه فيمينيست کېدای نه سي، ځکه چي نارينه و هغه د ښځو غوندي ځورول نه دي ليدلي، هغه سختۍ چي ښځي ورسره مخ دي نسي محسوسولای، نو يو څوک چي هغه ځورول او ظلم محسوس نه کړي، د هغه د تغير لپاره مبارزه هم نه سي کولای، ځيني نور بيا وايي، يو نارينه هغه وخت فيمينيسټ کېدای سي چي د خپل نارينه توب ليد پرېږدي او يو داسي نارينه د ځانه جوړ کړي چي ښځينه خواص پکښې وي، او تر څو چي يې داسي نه وي کړي هغه فيمنيسټ کېدای نه سي، مثلاً د کاناډا لومړی وزير:
د کاناډا لومړی وزيرJustin Trudeau ځانته فيمينسټ او د فيمنیزم مبارز وايي، خو دی پخپله د يوې ژورنالیستي په جنسي زوروني باندي متهم دی.

https://www.aljazeera.com/indepth/opinion/problem-male-feminists-180712071916509.html
نو افغاني فيمينيسټان په دوه سببه دا مبارزه کوي؛
اول: په اصل کي دوی د فيمنيزم څخه د خپلو اهدافو لپاره چي هغه د مذهبي طبقې خلاف درېدل دي کار اخلي ، دوی هدف د ښځو د حقوقو په نامه د ستر او حياء په هکله داسلام لارښوني د منځه وړل دي، دوی په اصل کي د اسلامي تهذيب پر ځای غربي تهذيب عامول غواړي.

دوهم: او يا هم دوی مکمل نارينه نه دي، بلکي ښځينه طبيعته نارينه دي چي د ښځو دپاره مبارزه کوي.

يوه سروې په ناروې کي پر ۳۸۹ کسانو باندي سوې ده، نتيجه يې داده چي هغه ښځي چي د فيمينيزم لپاره مبارزه کوي، په اصل کي مکمله ښځي نه دي، بلکي نارينه طبعيته ښځي دي، او هغه نارينه چي د ښځو د حقوقو دپاره مبارزه کوي په اصل کي ښځينه طبعيته نارينه دي.

People expect feminist women to look masculine and feminist men to look feminine

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدايت

جناب حقمل صاحب!
ډیره مننه ښکلي او پر ځاي لیکنه ده، الله تعالی مو پر عمر او علم برکت واچوه.

مجاهد

حقملاحب ډیره ښکلی او په عینی واقعیتو متکی لیکنه دی لیکلی مننه ! انسانی ټولنو کی دغه ټولی ګډ وډی او غیر انسانی کړنی د نړیوال حریصو استثمارګرو له خوا چه نن صبا یی نړیوال، سیاسی، نظامی، مالی او هر اړخیز قدرت په واک او لاس کی دی د مظلوم بشریت د قانونی استثمارولو د پاره د نړیوالی شاهنشاهی جوړولو به هڅو کی دی ډیری لاسته راوړنی هم لری یعنی اخری مداراچو ته نزدی شوی وو د ۹/۱۱ په پلانولو او عملی کولو یی غوښتل نړیوال حکومت اعلان کړی مګر افغانستان مجاهدینو یی ټول خوبونه بیځایه او د خاورو سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx