افغانستان

طالبان: «کابل اداره»  د جګړې د ګراف په لوړ ښودلو غواړي د بندیانو د خلاصون پروسه ټکنۍ کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د ملي امنیت شورا هغه څرګندونې چې ګواکي تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه؛ ردکړې او د حکومت دا ډول څرګندونې یې د بندیانو د خلاصون د پروسې د ټکنۍ کولو هڅه بللې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ورځې خبره تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي «واقعیت دادی چې تېره اونۍ مجاهدینو د نیویارک او واشنګټن پر ساتونکو مزدورو عسکرو هومره بریدونه نه دي کړي څومره چې تش په نامه د کابل ادارې امنیت شوری يې ادعاء کړې؛ بلکې د رژیم عسکرو ته تېره اونۍ اکثره تلفات په خپلو تهاجمي عملیاتو کې اوښتي دي.»

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې، چې ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه، چې تېره اوونۍ په تېرو نوولسو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه او په دوران کې يې سلګونو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي «کابل اداره غواړي د جګړې ګراف لوړ وښیي او له همدې لارې د بندیانو د خلاصون پروسه ټکنۍ کړي، او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات معطل او له خنډ سره مخ کړي ، بین الافغاني مذاکراتو کې چې څومره ځنډ او خنډ رامنځته کیږي، په هماغه اندازه د سولې پروسه ورسره تخریبږي او د جګړې لمن پراخیږي.»

تبصره کې وړاندې زیاته شوې، چې د غني په مشرۍ حکومت سوله نه غواړي، او له هرې ممکنې لارې غواړي د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي او د «جګړې په اور کې» د قدرت خواهش پوره کړي.

طالبانو ددې تر څنګ حکومت تورن کړی، چې د دوحې د توافقنامې له لاسلیک وروسته یې جګړو ته زور ورکړی او په رسنیو کې ددوی خلاف «فاحشه» ژبه کاروي.

طالبان داسې مهال د جګړې د تلفاتو لوړ ارقام د بندیانو د خلاصون د پروسې د ټکني کولو هڅه بولي، چې د درې زره طالب بندیانو له خلاصون وروسته د پاتې دوه زره بندیانو د ازادېدو لړۍ پيل؛ مګر د کابو څلور سوه بندیانو تر خلاصون وروسته درېدلې ښکاري.

که څه هم تر دې دمه طالبانو او حکومت په رسمي ډول د بندیانو د خلاصون د ځنډ ښکاره لاملونه نه دي په ګوته کړي، خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، حکومت د بندیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې خنډونه اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx