
فکري انقلاب
مولوي مراد احمد
ټولنې او ملتونه هغه وخت رښتونی پر مختګ کولای شي، له غفلت نه راویښېدای شي، ضعف او کمزوري یې ختمېدای شي، چې فکري تحول او انقلاب پکې راشي او نفسونو کې یې تغیر راشي. الهي کړنلاره هم دغه ده. لکه الله تعالی چې فرمایې: ( ان الله لایغیر ما بقوم حتي یغیروا ما بانفسهم )
الله تعالی د هیڅ یو قوم حالت نه بدلوي تر څو چې هغوی پخپلو نفسونو کې بدلون او پخپلو افکارو کې انقلاب رانه ولي.
دا ډېره مهمه خبره ده چې فکري انقلاب تر مادي انقلابونو څخه ډېر مهم او ګران دی. د ځمکې څیرل، د غرونو سوري کول او غلبېلول، د سختو او اوږ دو لارو اسانه کول او لنډول ، مطلب مادي نړۍ کې هر ډول بدلون راوستل تر فکري بدلون راوستولو اسانه دی. د عصري دنګو دنګو ماڼیو، اوږدو پلنو سړکونو ، او پلونو جوړول تخنیکي او صنعتي پر مختګ هرڅه کیدای شي ، خو انسان جوړول ګران کار دی. او تر څو چې دغه مهم او ګران کار سرته نه وي رسېدلی بل هیڅ یو بدلون د انسانیت درد نشي تداوي کولای.د ظلم او تېري مخه نشي نیولای، عناد، او حرص نشي کمېدلای د مفاسدو پر ځای اصلاحات نشي راتلای.
نو تر څو چې د انسانانو اخلاق، اعمال او حرکتونه سم او اصلاح نشي نه په انفرادي حالاتو کې اصلاح راتلای شي او نه په ټولنیزو حالاتو کې، نه په نظام کې. که حاکم وي ظالم به وي، که قاضي وي بې انصافه به وي، که پانګه وال وي بېرحمه، سودخور، غاصب او د حرامې پانګې لاس ته راوړونکی به وي. که مزدور وي خائن، غل، به وي. که آمر وي خود غرضه، مغرور متکبر، به وي. یوازي خپلې ګټې به یې په نظر کې وي د نورو حقوق به تر پښو لاندي کوي، د لاس لاندي خلکو د ازار او ربړولو موجب به ګرځي، که مامور وي په وظیفه کې به خیانت کوي، بې اخلاصه، بې اطاعته به وي.
او چې کله یې په فکر کې انقلاب راشي د اسلامي فکر څښتن شي بیا په انفرادي حالاتو کې او ټولنیزو حالا تو کې هم اصلاح راتلای شي. او د حکومت نظام هم اصلاح کېدای شي، نه به ظلم وي نه خیانت، نه به قتل وي، نه به سود او رشوت، نه به ناولې پانګه وي نه به حرام تجارت، نه به قاضي بې عدالته وي، نه به مدعي د درواغو دعوه کوي او نه به شاهد د درواغو شاهدي اداکوي.نو تر څو چې فکري انقلاب نه وي راغلي تر هغو په یو هیواد کې ارام ،اطمنان، سکون، حلال تجارت، سود خوري، رشوت او حلاله پانګه نشي راتلای.
د دې خبري تر ټول ښه واضح او څرګنده مثال تر اسلام مخکینی او وروستنی حالت دی.
تر اسلام مخکي فکر ي جوړښت نه و، فحشا، سود خوري، ظلم وحشت، قتلونه چې خپلې لوڼې به یې ژوندۍ خښولې، خپل منځي جګړې یې د ژوند عادي چاري وې او د مظلومانو له تعذیبولو به یې خوند اخستی.
خو چې کله یې په افکارو کې انقلاب راغی بیا هغه خلک د انساني ټولنې لارښوونکي شو، تر مابین یې ټولې بدمرغۍ ختمې شوې یو د بل په غم به یې اوښکې تویولې او په خوشحالۍ به یې خوشحال و. د مظلومانو دفاع یې د ځان فرېضه بلله. مطلب هرې بد أخلاقۍ ته یې د پای ټکی کېښودل شو.
او فکري انقلاب په تعلیمې ادارو قائمول سره راځي. لکه: دیني مدارس، مکاتب، پوهنتنونه او لیسې، علمي او فرهنګي ټولنې وغیره نو موږ له دې ناخوالو څخه هلته خلاصون پیداکولای شو چې فکري انقلاب راولو او په فکري جوړښت سره اسلامي نظام قائمول هم راته آسانه دی. که فکري جوړښت نه وي بیا به اسلامي نظام منل صرف د زور له وجي وي. نو ترټولو لومړی کار باید پر فکري جوړښت باندې اوشي تر څو اسلامي نظام قائمولو ته لاره هاواره شي.
الله تعالی دې موږ ته د خلکو د افکارو جوړولو توفیق راکړي. آمین.