روغتیا

هغه خواړه وپيژنئ چې پښتورګي پاکوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): پښتورګي بدن کې د فلټر په توګه کار کوي چې وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي تر څو د تشو بولو له لارې خارجې شي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.

هغه څيزونه چې پښتورګي يا ګرده له منځه وړي، د ډير وخت لپاره د تشو بولو ساتل، ګازي څښاک، اوبه کمې څښل او پر يوه ځای زيات کښيناستل دي.

د پښتورګو روغتيا ته پيښېدونکي خطرونه د ځينو لاملونو له کبله رامنځته کيږي، چې د وينې فشار لوړوالی، شکر او د عمر زياتوالی يې اصلي عوامل دي. ددې سربېره د مالګې او پروټينو زيات استعمال هم په پښتورګو فشار راولي او له خطر سره يې مخ کوي.

خو خوشبختانه، تاسې کولی شئ د پښتورګو روغتيا ته په پاملرنې سره دغه خطرونه کم کړئ، او دا د ځينو خوړو له لارې ممکن دي کوم چې په لاندې ډول دي:

هوږه، هوږه يوازې زړه ته نه بلکې د پښتورګو روغتيا لپاره هم غوره خواړه دي، دا په خوراک کې د اضافي مالګې اندازه کموي.

پياز، پياز يو شمېر ويټامينونه، منرالونه او د پښتورګو لپاره ګټور د اکسيد ضد مادې لري.

کورکمن، کورکمن د التهاب او اکسيدونو څخه ډک خواړه دي، دغه راز په پراخه کچه مګنيسيم او وسپنه هم لري.

مڼه، د التهاب پر وړاندې مبارزې لپاره مڼه غوره خواړه دي، دا په پراخه کچه ويټامن سي لري او د اکسيدونو ضد دي.

ادرک، ادرک له زنک، وسپنې، فاسفورس او ميګنيسم څخه ډک خواړه دي، دا نباتي انټي بيوټيک لري چې د ناروغيو سره مبارزه کوي او د ټپونو او سکريچونو يا خراش درملنه کوي کوم چې حجرو ته زيان رسوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close