روغتیا

چین په بیجنګ ښار کې د کرونا ویروس دویمه څپه هم کنترول کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): چین اعلان وکړ چې دوی له ووهان ښار وروسته په بیجنګ کې خپور شوی کرونا ویروس هم کنترول کړ چې یوازې په ۱۱ ورځو کې یې د ۲.۴ ملیونه کسانو معاینه وکړه.

د چین روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په بیجنګ ښار کې چې ۲۱ ملیونه نفوس لري په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د ۲۱ نورو مثبتو پېښو پخلی کړی، چې د یوې اونۍ راهیسې د نویو پېښو شمېر ۱۵۸ ته ورسېد.

نږدې لس ورځې وړاندې د چین روغتیا وزارت د بیجنګ ښار په یوه خوراکي توکو بازار کې د کرونا ویروس د خپریدو خبر ورکړ چې وروسته پوهانو دا د ویروس دویمه څپه وبلله او چین ته یې خبرداری ورکړ.

په دې لړ کې چین د بیجنګ ښار ۱۱ سیمې په بیړني ډول ګرځبندیز اعلان کړې، او په ۱۱ ورځو کې یې د ۲.۴ ملیونه کسانو معاینات ترسره کړل چې ددې ښار د نفوس ۱۰ سلنه کیږي.

خو اوس چینایي پوهان وایي چې کرونا وبا په پلازمینه بیجنګ کې تر کنترول لاندې ده، په داسې حال کې چې په چین هېواد کې له کومه ځایه چې کرونا ویروس خپور شوی د دویمې څپې خطر هم لرې دی.

په بیجنګ کې د نورو ورځو سربېره نن د پنجشنبې ورځ هم زرګونه کسان د کرونا ازموینې لپاره په اوږدو لیکو کې ولاړ دي، په داسې حال کې د چارواکو په وینا، دوی د غوښې او سمندري غذا څانګې د عمده خوراکي توکو هغه بازار له کومه چې دویم وار کرونا خپره شوه بشپړ تصفیه کړې.

د چین په ووهان ښار کې ویروس ډير په چټکۍ سره خپور شو خو د ځمکیني او هوایي لارو په تړلو سره دغه ویروس ددې هېواد نورو سیمو ته په محدود ډول ورسېد، خو د نړۍ ۱۹۰ هېوادونه یې په خپلو منګولو کې ونیول چې نږدې نیم ملیون کسان یې ووژل او له ۹ ملیونو زیات پرې اخته شول.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین ووهان ښار روغتیا ریاست د کرونا ویروس د خپریدو لومړی خبر ورکړ، چې تر دې دمه په دغه هېواد کې ۸۳۴۹۹ کسان پرې اخته شوي او ۴۶۳۴ مړه شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close