افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې پر پروسه منفي اغېز کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر«اشرف غني» له ټاکل شوي وخت وړاندې د بهرنیو ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې د بهرنیانو په وتلو سره به د سولې لپاره شته فرصتونه را کم شي.

غني دغه څرګندونې له «TED Talk» سره په ویډیويي مرکه کې کړې، نوموړي ویلي « پوښتنه دا نه ده، چې  د بهرنیو ځواکونو په ایستلو کې موږ ته څه پېښېږي، مهمه دا ده چې په دې برخه کې امریکا خپلې ګټې وسنجوي، موږ د امریکا په خپلواکو پرېکړو باندې تبصره نه لرو، دوه کاله وړاندې مې ټرمپ ته یاده کړې وه، چې د عسکرو د ایستلو له هر مهالوېش سره مو موافق یو.»

نوموړي زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه باید په تجریدي، سیسټماټيک ډول د حالاتو په نظر کې نیولو سره وایستل شي « که چېرې ځواکونه سولې ته تر رسېدو وړاندې وایستل شي، پرته له شکه به دا حالات بدل کړي او د سولې لپاره په رامنځته شوو فرصتونو به ناوړه اغېز وکړي، خو بیا هم موږ هیله لرو، چې یوې دوامداره سولې ته ورسېږو.»

غني که څه هم اقرار وکړ، چې په ورځني ډول له ۳۰-۳۵ پورې دولتي عسکر په جګړه کې وژل کېږي، خو دا يې د ویاړ ځای باله، چې دده په راتګ سره د بهرنیو عسکرو تلفات راکم شوي او بیخي «سلو» ته را رسېدلي.

نوموړي ددې تر څنګ طالبان د افغان ټولنې یو «واقعیت» وباله، چې په خبره یې، د زور له لارې ورباندې څه ورباندې کېدای نشي، او له هغوی سره د تعامل په برخه کې اړینه ده چې افغانان یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

د غني په خبره، د طالب او دولتي زندانیانو د تبادلې لړۍ روانه ده، او تمې داسې دي، چې ډېر ژر به مخامخ مذاکراتو ته ورسېږو.

اشرف غني داسې مهال د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښمن دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ۳۴۰۰  امریکایي عسکرو له وتلو وروسته په افغانستان کې د شته امریکایي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټيټ شوی.

د یاد توافق له مخې، ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي او افغانان پرېږدي، چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د افغانستان کړکېچ حل کړي.

کابو دوه کاله وړاندې اشرف غني د «الیس ویلز» په لاس د امریکا ولسمشر «ټرمپ» ته په لېږلي لیک کې له نوموړي ته خواست کړی و، چې د جګړې مصارف راټيټ کړي، خو په افغانستان کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

غلام غنیګیه ! چی اویازره ډرامی جوړی کړی مالکان دی نور د ټینګیدو ندی ، امریکا نوره ماته ده او تښتی او ته هم دادی یوڅه غوږیدلی یی چی ګوندی امریکا وزی او خپل وفاداره ، تر دین ، تر هیواد او تر خپل ناموس ورته تیر غلامان یوازی ، بیکسه او بیوسه پریږدی . نجیب ګاو هم یادوی ؟ ور روان یی . د بهرنیو ځواکونو وتل د سولی پر پروسی ډیر ښه او مثبت اغیز کوی : ډیر خاینین به له هیواده وتښتی، جوپی جوپی غولیدلی او غلام عسکر ، پولیس او اربکیان به یا تسلیم سی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close