نظــر

سیاست/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

په سویډن کې زما کور د یوہ ځنگله په خوا کې دی. زہ ډیري وخت چې ھوا ډیرہ سړ‎ہ نه وي، دې ځنگله ته د قدم وھلو لپارہ ځم.

تیر اوړ‎ی زما د شپږ‎ کلنې لور مروا غوږ‎ونه به زما آواز ته څک ول.

په لوبو به بوخته وہ خو زہ به یې څارلم، چې څرنگ به مې وویل: زہ د قدم وھلو لپارہ بیرون ځم، ھغې به کلک له لاسه ونیولم او ویل به یې؛ زہ ھم درسرہ ځم.

ما به غوښتل یواځې لاړ‎ شم تر څو د ځنگله او ور لاندې سمندر پر غاړ‎ہ له خپل خیال پلو سرہ یو ځای قدم ووھم، خو له یوې خوا
به د مروا ضد شو او له بل پلوہ به یې د نړ‎یوالې ټولنې د حقوقِ طفل د کمیسیون په استازیتوب د مور گواښونو طوعاً او کرھاً دې ته اړ‎ کړ‎م چې ھغه ھم له ځانه سرہ بوځم.

بیا به نو ھغسې د افغانستان لپارہ د یوہ سم حکومت جوړ‎ول او اوسنیو گوډاگیانو ته د سزا ورکولو خیال پلاؤ پر مخ نه تلو بلکې زما فکر به په ټوله لار مروا ته و چې چرته و نه لویږ‎ي.

په ھر حال، د بیرته راتگ پر مھال به یې خامخا پر دوکان ور برابر کړ‎م. که ما به دوکان ته تگ نه غوښتل ھم، نو راته ویل به یې: څه به نه اخلو، ھسې به یې وگورو چې نوي چاکلیټ یا بل څه خو به نه وي راغلي؟!

او بیا چې دوکان وي، د خوراک خواږ‎ہ شیان وي، ماشومان وي او په مقابل کې یې د مقاومت په جبھه کې ناست زما پشان د ښځو او ماشومانو له حقوقخیلو ویریدونکی انسان وي، نو که ھر څومرہ چیغې ووھي؛ نیییییییییمنننننننم!!! خو په آخر کې به یې خامخا مني!

یوہ ورځ چې له قدم وھلو او بیا د دوکان له زیارت کولو بیرته راغلي و، زہ په کمپیوتر کې په څه لوستلو بوخت وم او مروا په لوبو، خو لږہ‎ شیبه پس ھغه بیا راغله او را څخه یې وپوښتل: پلارہ! فاکس ( Fox ) ته په پښتو کې څه وایي؟

ما ځواب ورکړ‎: د لوی کندھار خلک یې تادین خان بولي خو موږ‎ ورته گیدړ‎ وایو!

ھغې راته کړ‎ل: ته داسې فکر وکړ‎ہ چې په ځنگله کې روان یې، لږ‎ہ لږ‎ہ تیارہ وي، چې یو ناڅاپه تادین خان مخې ته درشي او زہ ھم درسرہ نه یم، بیا به څنگه کوې؟!

ما ورته وویل: چې ځنگل وي، لږہ‎ لږ‎ہ تیارہ وي، تادین خان راته د لارې په منځ کې داړ‎ې جینگې نیولي وي او ته ھم نه یې چې دفاع را څخه وکړ‎ې؛ نو مروا گلې! تا خو ماته بل ھیڅ بدیل پرېنښود بې له دې چې ھمالته په لار کې به ورته ناست یم او ژاړ‎م به!!

ھغې فاتحانه موسکا وکړ‎ہ او بیا یې راته وویل: نو ځکه خو درته وایم چې کله بیرون ځې، ماته وایه چې درسرہ ځم تر څو دې له
ھغه وژغورم!

ما ورته د سر په خوځولو د سمه دہ ځواب ورکړ‎ او ھغه لاړ‎ہ!

دوستانو!

سیاست له خپلو نخچو، پلانونو او ستراتیژیو څخه غیرې مستقیمه گټه پورته کول دی!

سیاست وایي یو څه، ښئیي بل څه، عمل بل څه او غواړ‎ي بل څه!

سیاست د منگي تندہ دہ، خیټه یې له اوبو ډکه وي خو خوله یې وچه او سپیرہ وي!

سیاست د گونگیانو ژبه دہ او ھغه څوک ترې مفھوم اخیستی شي چې د اشارو په ژبه پوھیږ‎ي!

سیاست خپلې موخې ته د رسیدو لپارہ پخپله لمنه کې بیشمارہ وسائل او ابزار لري چې تر ټولو بھتر یې ویرہ خپرول دي او
ھغه ھم د داسې یو شي ویرہ چې اصلاً موجود نه وي او که وي ھم ھومرہ مُھیب نه وي!

د یولسم سپتمبر تر واقعې وروسته، غربي سیاستوالو خپل ولس داسې ویرولی و چې ډیري غربیان تشناب ته ھم له دې ویرې جوړ‎ہ تلل ھسې نه ھلته ورته کوم القاعدہ پټ وي، میندو به چې خپلو ماشومانو ته له بازار څخه شیدې را ونیولې، لومړ‎ی به یې خپله څکلې چې مبادا القاعدې پکې زھر نه وي گډ کړ‎ي، ټولو غربي رسنیو د ھماغه یوہ طالب ویډیو چې په قمچینه ښځې وھي، د ورځې درې وخته لکه د کوم حکیم مجربه نسخه پخپلو خلکو لیدله؛ ھم مخکې له ډوډۍ او ھم وروسته له ډوډۍ!

کرزي په تورہ شپه کې له تور اوباما سرہ د باگرام په تور بیس کې د گندمک دویم نمبر تړ‎ون لاسلیک کړ. ھغه مھال استدلال دا و چې ځنگل دی، لږ‎ہ لږ‎ہ تیارہ دہ، که دا خارجیان زموږ‎ سرہ نه وي نو زموږ گاونډیان ایران او پاکستان به د تادین خان په رول کې موږ‎ وخوري!

د ھمدې تړ‎ون دویمه برخه مفکر صیب د خپلې لومړ‎ۍ پلا پاچاھۍ په لومړ‎یو ورځو کې لاسلیک کړ‎؛ د ھغه روشنفکرہ پلویانو ھم ھمدا استدلال کاوہ چې ځنگل دی، لږ‎ہ لږ‎ہ تیارہ دہ، موږ‎ یواځې یو، که تړ‎ون لاسلیک نه کړ‎و او خارجي دوستان مو په مزل کې بدرگه نه کړ‎ي نو گاونډیان به راته د لارې په اوږ‎دو کې داړ‎ې جینگې کړ‎ي!

د غرب سیاست لومړ‎ی پخپل ولس کې ویرہ خپرہ کړ‎ہ او بیا یې د ټولو بشري او نړ‎یوالو قوانینو خلاف پر افغانستان او عراق حمله وکړ‎ہ؛

خپل عام ولس ته یې ھماغه د ځنگله او تیارہ سناریو مخکې ایښې وہ؛ ھغوی ھم د ورته تزریق شوې ویرې له امله د خپلو حکومتونو د ناروا عمل په مقابل کې غلي پاته شول.

د غرب په ایما زموږ‎ روشنفکرانو د تړ‎ون د لاسلیک پر مھال له ھمدې نسخې څخه کار واخیست؛ د دوی په مقابل کې ھم پراخ ولسې غبرگون ته زمینه مساعدہ نه شوہ؛ یواځې علمای کرامو یې مخالفت وکړ‎ او یو نیم شاعر به ھم ویل:

له ویرې د چیندخو چې ښامار ته پناہ یوسې
د داسې روشنفکر په منطق تو کوم لاړ‎ہ

سیاست د بل تحرکات او فعالیت پخپله گټه داسې را څرخول دي چې ھغه فکر وکړ‎ي ته دا ھر څه په مسلطو شویو شرایطو( ځنگل، تیارہ او تادین خان ) کې د ھغه د ژغورنې لپارہ کوې خو ستا موخه به د چاکلیټو لاس ته راوړ‎ل وي!

ما سرہ د سیاست ھمدا مانا دہ! زہ سیاست ھمداسې تعریفوم!!
________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جون ۲۳/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تراب

حفیظ الذین جانه وروره السلام علیکم و…. و … ! دا سه چی تا وویل دا یوازی د شیطانی سیاست انزور دی په دی کی شک نسته چی د سلگونو کلونو راهیسی تر نن ورزی یوازی او یوازی همدا شیطانی سیاست حکم چلوی زکه خو د انسانی او تر هغه پورته د رحمانی سیاست سرک نه شکاری نو انسانیت او تول عالم د بشریت هم دانسانی سیاست د پیژندلو سخه محروم پاتی دی، او رحمانی سیاست خو لا سه کوی چی هغه خو په اوو ۷ پوشونو کی پیچو او په لوره ( پورته) تاخچه کی ب یی ایژدو او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close