افغانستان

پکتيا: پټان کې د سرحدي عسکرو پر قرارګاوو درانه بريدونه روان دي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی نظامي ملګرو د پکتيا ولايت پټان ولسوالۍ کې د سرحدي عسکرو پر دوو قرارګاوو او شاوخوا پوستو درانه وسله وال بريدونه پيل کړي دي.
راپورونه وايي، چې طالبانو نن سهار څلور نيمې بجې پټان ولسوالۍ کې د سرحدي عسکرو پر قرارګاوو د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي، او اوس هم سخته جګړه روانه ده.
خبر کاږي، چې تر دې دمه د نوموړو بريدونو له امله د سرحدي عسکرو دوه پوستې له منځه تللي او ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نوموړې جګړه کې د دوی دوه ملګري هم وژل شوي دي.
د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د نوموړې جګړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قندهاري

الله أكبر
الحمدلله
الله ﷻ دي ناصر شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x