روغتیا

د سرطان او التهاب ضد دي؛ د «ریحان» نالیدلې ګټې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): خبره یوازې د ریحان په خوند او معطر بوی پورې محدوده نه ده، بلکې ګڼ شمېر درملیزې ګټې هم لري، دا ځکه چې ریحان په پراخه کچه د اکسیدونو ضد مادې لري کوم چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

په عام ډول له ریحان څخه په عطرو کې ګټه اخیستل کیږي خو د خوړو معطر کولو لپاره هم کارول کیږي، ددې سربېره د ناروغیو پر وړاندې د بدن معافي سیستم لوړوي او پوستکی، ځيګر او سږي له سرطان څخه ژغورلی شي.

د ریحان درملیزې ګټې په لاندې ډول دي:

د معدې ستونزو درملنه کوي

د ریحان اوبه څښل د معدې دردونو په درملنه کې مرسته کوي، د معدې ګاز او د اشتها له لاسه ورکولو څخه مو خلاصوي، دغه راز پښتورګي اغیزناک کوي او د مایعاتو خوندي کولو کې مرسته کوي.

کولیسترول له منځه وړي

د ریحان څښاک بدن کې د هغه کولیسترول کچه چې وینې ته زیان رسوي ټيټوي.

د سرطان سره مبارزه کوي

ریحان د اکسیدتونو څخه ډک دی چې کولی شي د بندونو پړسوب، عصبي قولون او د التهاب نورو حالتونو کې مرسته وکړي، او دغه کار د بیټا کیرفیلین په مرسته کوي چې په دې کې موجود دي، بیټا کیرفیلین د التهاب او اکسید ضد خصوصیات لري، چې د انټي بیوټیک په توګه هم کار کوي.

زړه روغ ساتي

ریحان د میګنیزیم په مرسته کوم چې په دې کې شتون لري د زړه روغتیا ته وده ورکوي او د وینې جریان ښه کوي، د ریحان زیات کارول د وینې فشار کمولو کې مرسته کوي او همدارنګه د زړه ناروغیو مخه نیسي کوم چې د کورونری شریان پورې اړه لري.

دا سربېره پر دې د ویټامن سي، کلسیم، پوټاشیم او وسپنې ښه سرچینه هم بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx