نړۍ

هند کې اسماني بریښنا پریوتو «۱۰۷» کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هند چارواکي وایي، په بهار او اترپردیش ایالتونو کې د مون سون ورښتونو په سلسله کې د اسماني بریښنا پریوتو له کبله ۱۰۷ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي دي.

د چارواکو په وینا د پنجشنبې په ورځ په ختیځ ایالت بهار کې اسماني بریښنا ۸۳ کسان وژلي دي، په داسې حال کې چې ورته پېښې په شمالي ایالت اترپردیش کې د ۲۴ کسانو ژوند اخیستی دی.

اسماني بريښنا پریوتل په هند کې د جون او سپتمبر میاشتې په موده کې د کلني مون سون سختو ورښتونو پرمهال عادې ګڼل کیږي.

خو د بهار د پېښو او ناورینونو مدیریت وزیر لکشمیشور رای د AFP خبري اژانس ته وویل چې دا په تېرو څو کلونو کې د بریښنا پریوتو تر ټولو لوړ ترینه ورځ وه.

هغه زیاته کړه چې د نیمایي څخه زیات مړه شوي کسان د بهار شمالي او ختیځو سیمو سیلاب ځپلي دي.

رای خبرداری ورکړ چې د مړو شمېره نوره هم لوړیږي، ځکه چې د بهار حکومت لا هم د ایالت داخلي برخو څخه د تلفاتو راپورونو ته انتظار باسي.

د هندوستان د موسمي چارو د ادارې دفتر اټکل کوي چې د جمعې او شنبې په ورځو کې به بهار ایالت د سختو بارانونو شاهد وي.

بل لوري ته په اترپردیش ایالت کې ډیرې مړینې د نیپال هېواد پولې ته څيرمه په دیوریا او ددوی په مقدس ښار پریاګراج کې رامنځته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د وروستیو شمېرو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې په هندوستان کې اسماني بجلي له ۲۳۰۰ زیات کسان مړه کړي وو.

د مون سون ورښتونه په سویلي اسیا کې د اوبو ذخیره کولو لپاره خورا مهم دي، مګر دا هر کال په ټوله سیمه کې د پراخې مړینې او ویجاړتیا لامل هم کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x