افغانستان

د پاکستان جماعت اسلامي پخوانی مشر سید منور حسن ومړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر او وتلی سیاستوال سید منور حسن د ۷۸ کلونو په عمر د کراچۍ ښار په یو خصوصي روغتون کې وفات شوی دی.

نوموړی د۱۹۴۱ کال اګست میاشتې په ۵مه نیټه د پاکستان له جوړېدو وړاندې په دهلي ښار کې پیدا شوی، وروسته له خپلې کورنۍ سره لومړی د پاکستان لاهور او بیا د کراچۍ ښار ته ورمهاجر شوی ؤ.

په جماعت اسلامي ګوند کې له شمولیت نه وروسته د زده کوونکو تنظیم له غړیتوب څخه یې سیاسي مبارزه پیل کړه، ترڅو له ۲۰۰۹ م څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د جماعت اسلامي د مشر په توګه دنده اداء کړه.

نوموړی له تیرې یوې اونۍ راهیسې د «تنفسي» ناروغۍ څخه کړېده او د کراچۍ ښار په یو خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې ؤ، چې له تیرې ۵ ورځو څخه یې روغتیايي وضعیت نور هم خراب او نن د جمعې په ورځ(۶ چنګاښ) مطابق ۲۶ جون وفات شو.

د جماعت اسلامي مطبوعاتي رسمي فیسبوک پاڼې د نوموړي مړینه تایید کړې ده او داچې سبا د شنبې په ورځ(۷ چنګاښ) مطابق ۲۷ جون د ماسښپښین لمانځه وورسته ۱ نیمه بجه به یې د کراچۍ ښار په ناظم آباد کې د جنازې لمونځ ته اداء او په سخي قبرستان کې خاورو ته سپارل کیږي.

سید منور حسن د پاکستان په اسلامپاله سیاستوالو کې د «سپینې ویناوال» په نوم مشهور ؤ، نوموړي پاکستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د القاعده تنظیم د پخواني مشر شیخ أسامه بن لادن وژل کېدو باندې خفګان ښکارولو ترڅنګ هغه «شهید» د مسلمانانو په ژړونو کې ژوندی انسان وبللو.

ښاغلي حسن دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې امریکایانو ته مشوره ورکړه، چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي او افغانان خپلو منځونو کې جوړجاړي ته پريږدي، چې د وخت امریکايي چارواکو یې دا مشوره بابیزه ګڼلې وه.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په شمول ګڼو پاکستاني سیاسي او مذهبي مشرانو د منورحسن په مړینه غمرازي ښکاره کړې او هغه یې د سیاست ډګر «اتل» یاد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x