شعـــــرونه

په جنتي شونډو خپرې وې جنتي خبرې

شفاعت ريحان

په جنتي شونډو خپرې وې جنتي خبرې
د یار په سترګو کې ويدې پيغمبري خبرې

څوارلس پېړۍ وروسته لا مړې نۀ شوې، په زړو کې پرتې
څوک دي را وښيي ژوندۍ د بل سړي خبرې

حُسْنِ یوسف يې په ښایست لکه دا زۀ مئين شي
چې څوک کوي د مُحَمَّدِ مدني خبرې

خوند يې ترې اخیست، د اُحد غر به غوږ، غوږ ورته
چې له فضا به ؤرېدلې نبوي خبرې

د کعبې بام نه د باطل خدای جنازه پورته شوه
بیا را ژوندۍ شوې خلیلي ابراهیمي خبرې

چې بلاغت ته يې نړۍ ګوته په غاښ پاتې وه
او فصاحت نه یې بېخي نۀ وې خالي خبرې

هو شفاعت یم له اُمت د خدای د داسې محبوب
چې په محشر په شفاعت را پيلوي خبرې

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x