افغانستان

سمنګانو کې د ملي امنیت د تلاشۍ پوستې ۱۰ مسلح عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې د ملي امنیت مدیر د تلاشۍ پوستې قومندان له ۱۰ مسلحو عسکرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د دره صوف پایان ولسوال عبدالیقین احمدي ددې خبر په تایید سره ویلي، چې د ملي امنیت تسلیم شوی قومندان امرالله نومیږي او ورسره تسلیم شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي، چې په خبره یې په یو شمېر جرمونو کې هم ښکېل وو.

ولسوال زیاتوي، ټاکل شوې چې د ملي امنیت ریاست ځانګړي ځواکونه د هغوی د نیولو لپاره عملیات وکړي؛ خو هغوی تر عملیاتو وړاندې طالبانو ته تسلیم شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د قومندان امرالله په مشرۍ د ۱۰ دولتي عسکرو د تسلیمۍ خبره مني او داچې د طالبانو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو او کارمندانو ته د طالبانو د مشر شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده د عامې بښنې له فرمان نه وروسته طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او منسوبینو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون د وینا پاڼې مطابق تیره میاشت هم شاوخوا ۹۰۰ تنه دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx