افغانستان

د زابل د ولایتي شورا غړی له طالبانو سره یو ځای شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): له طالبانو سره د دولتي چارواکو، کارمندانو او امنیتي ځواکونو د یو ځای کېدو د لړۍ په دوام، د زابل ولایت د ولایتي شورا فعال غړی «مجید خان» هم له طالبانو سره یو ځای شوی.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» پر خپل ټویټر باندې لیکلي «نن یو تن قومي مشر او د ګوډاګۍ ادارې د ولایتي شوری فعال غړی مجید خان د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د خواځو دکلي اوسیدونکی نن د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شو.»

 

 

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د تواقفنامې له لاسلیک او د طالبانو له لوري دولتي کارمندانو او مخالفینو ته د عمومي عفوې له اعلان وروسته له طالبانو سره د یو ځای کېدونکو دولتي منسوبینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی.

هره میاشت سلګونه دولتي امنیتي ځواکونه، چارواکي او قوماندانان طالبانو ته ورځي، چې د هغوی له لوري یې دروند هرکلی کېږي او د سر او مال د خوندیتوب ضمانت ورکول کېږي.

همدا نن ورځ په سمنګانو کې د دولتي عسکرو قوماندان له خپلو لسو ملګرو او وسلو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی.

د شنونکو په باور، د طالبانو له لوري د تسلیمېدونکو کسانو دروند هرکلی او له هغوی سره ښه چلند به د دولتي لیکو د متلاشي کېدو کچه نوره هم لوړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
nowkhand

Please add English and Dari

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx