افغانستاند سولې څار

رویټرز: د بندیانو په مسئله اختلاف حل شوی او ډير ژر به بین الافغاني مذاکرات پیل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): تمه ده چې د «مهمو» طالب بندیانو په مسئله د طالبانو او حکومت ترمنځ د اساسي اختلافاتو له حل وروسته بین الافغاني مذاکرات ترسره شي.

که څه هم د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو لخوا د سولې توافقنامې تطبیق ارزول «ښه» بلل شوي؛ خو لاهم د حکومت او ځینو اروپايي هېوادونو لخوا د یو شمېر «مهمو» طالب بندیانو د خلاصون سره مخالفت ددې لامل شوی، چې بین الافغاني مذاکرات له ځنډ سره مخ شي.

رویټرز خبري آژانس نن د جمعې په ورځ(۷ چنګاښ) د یوې حکومتي سرچینې په استناد خبر ورکړی، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د «مهمو» طالب بندیانو د خلاصون په مسئله اختلافات ترډیره حل شوي، د ځینو بندیانو پرځای به نور بندیان خوشې او تمه ده چې د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۵ مه به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

یادې سرچینې دغه راز ویلي، چې طالبانو په دې خبره موافقه کړې، ځکه چې ددې ستونزې له کبله بین الافغاني مذاکرات ځنډ سره مخ دي، د سرچینې په خبره حکومت له طالبانو غواړي چې دولتي عسکر هم له خپلو زندانونو آزاد کړي.

رویټرز آژانس په خپل راپور کې دغه راز طالبانو ته د نیږدې سرچینې په حواله لیکلي، چې طالبان د سولې پروسه کې پرمختګ لپاره تیار دي، په داسې حال کې د توافقنامې له مخې د ۵۰۰۰ بندیانو له ډلې څخه د ډيری یې خوشې شوي دي.

یادې سرچینې رویټرز ته ویلي: «فکر نه کوم چې د ۲۰۰ او ۳۰۰ بندیانو د خلاصون او نه خلاصون مسئله دې په دغه پروسه کې مهم وي، کیدای شي طالبان له دې سره موافقه وکړي، چې دغه شمېر بندیان دې د حکومت په ولکه کې پاتې شي.»

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تراوسه په دې هکله نظر نه دی څرګند کړی؛ خو تردې وړاندې یې ټینګار کړی ؤ، چې طالبان د امریکا متحدو ایالتونو سره د سولې توافقنامې د ټولو شرایطو عملي کولو ته سترګې په لار دي او له دغو شرایطو څخه له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصون دی.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د پنجشنبې په ورځ(۵ چنګاښ) رویټرز آژانس سره د مرکې پرمهال ویلي ؤ، چې د بندیانو د خلاصون په شمول د افغان سولې په وړاندې پراته خنډونه یو په بل پسې د لرې کېدو په حال دي او تمه ده چې ډیر ژر به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د بین الافغاني مذاکراتو د نیټې د نیږدې کېدو په تړاو یوځل بیا رسنیز راپورونه په داسې مهال ورکول کیږي، چې تیره ورځ طالبانو په هلمند کې ۲۰ دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړل او همدارنګه ۵۰ تنه طالب بندیان د بګرام زندان څخه آزاد شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close