نړۍ

پاکستاني چارواکو له امریکایانو څخه غوښتي چي شمسي هوایی ډګرخوشي کړي

drone-reuters-5434 ( نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۹) اسلام اباد: دپاکستان وزیردفاع احمد مختار نن له دولتي رسنیو سره په خبرو کي وویل چي نوموړي له امریکایانو څخه غوښتي دي چي نور له اسلام اباد څخه تقریبا ۹۰۰ کیلومټره لري په بلوچستان کي دشمسي په نامه سره هوایی ډکر خوشی کړي، ویل کیږي چي شمسي هوایی ډګر دامریکایانو له لوري په پاکستان کي دبی پیلوټه الوتکو دبریدونو لپاره استعمالیدي.

داحمد مختارله خبرو څخه څرګندیږي چي پاکستان غواړي نورهم په هیواد کي دامریکایانو کړني محدودي کړي، دروان کال دمي دمیاشي له دوهمي نیټي څخه کله چي امریکایانو دپاکستان په ایبټ اباد ښارکي داسامه دشهادت په اړه یولوریز عملیات ترسره کړل، له هغه څخه راپدي خوا ددواړو هیوادونو اړیکي دترینګلتیا په لور روانه دي.

احمد مختارچي دخبریالانو ویوي غونډي ته یی خبري کولی زیاته کړه، مونږ دوی ته (امریکایانو ته) په ډاکه کړه چي شمسي هوایی ډګردي نورخوشي کړي.

پورته عکس چي ترسترګوکیږي دادیوي بی پيلوټه الوتکي دي چي پرشمسي هوایی ډګرباندي ولاړه ده، دغه انځور لاله پخوا څخه دګوګل ارت له لوري خپورشوی وو.

خو دامریکي دکونسلګري ځینو چارواکو خبرورکړي دي چي په شمسي هوایی ډکرکي امریکایی عسکروجود نه لري.

له کومه وخته چي امریکایانو له افغانستان سره پرپوله باندي دبی پیلوټه الوتکوبریدونه پیل کړی دي، دپاکستان حکومت دخپل اولس له لوری له سخت فشارسره مخ شوی دي او ولس پر چارواکو تورلګوي چي دبي پیلوټه الوتکو دبریدنو په اړه یی له امریکایی چارواکو سره په پټه کوم سرښوره ولي دي.

د سي این این نړیوالي خبري رسني خبرورکړي دي چي شمسي هوایی ډګر دبی پیلوټه الوتکودبریدونو لپاره یو عمده مرکزوو، خو کله چي دامریکي دڅارګري اداري یوه کارکونکي په لاهورکي دوه پاکستاني وګړي په ډزو سره ووژل له هغه څخه سمدستي وروسته امریکایانو شمسي هوایی ډګر خالي کړ.

په راپورکي راغلی چي له شمسی هوایی ډګرڅخه بریدونه چي امریکایانو یی تراوسه پوري په رسمي توګه پخلي نده کړي، له پاکستاني چارواکو سره دیوي پټي لوزنامي په صورت کي ترسره کیده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x