نظــر

زندان که د جهادي قومندان کور

د،ب،هيښ

پس له ډېره وخته مسافرۍ د وطن ، خپلو خلکو ، دوستانو او خپلوانو د ليدو د مينې په ماتولو کابل ته ولاړم.

د هوايي ډګر نه په موټر کې د خپلوانو په منځ کې خپل پلرني کور ته  د وردګو په لوري په موټر کې روان وو.

د ډېر وخت مسافرۍ له وجهې د ښار بڼه راته بدله ښکارېده، هره کوڅه، څلور لارې ، جاده  او تعمير  راته جالب او نوي وو چې په کتلو ئې زما د کنجکاوی احساس  او   دليدو تلوسه ، تنده  او شوق به  نور هم زیاتېده.

زړه مې غوښتل چې د کابل د هر ژوندي موجود او ماحول په هکله يې پوښتنې وکړم او ځان ترې خبر کړم، خو د موټر سرعت او د وخت کموالي دا چانس نه ميسر  کاوه، چې په دومره کم وخت کې د ښار د اوسيدونکو او جوړو شويو  څيزونو د ژوند داستانونه واورم او د هغه رازونو نه خبر شم چې په زړونو او تل کې يې ذخیره دي. همدا وجه وه چې په لڼد سوال او ځواب مو خپل سفر ته دوام ورکاوه.

د باغ بالا ، پير بلند د زيارت او پولیتخنیک په ليدو زما د ځوانۍ او محصلۍ د خاطرو  د يادون سره  د ميرويس ميدان د بيروبار او شورماشور نه ډک بازار  نه د کمپنۍ په طرف موټر خپل مسير طی کاوه.

د لارې په استقامت مې د سړک په غاړه  يوې لويې کلا نظر جلب کړ، چې لوړ ديوالونه‌ يې لرل او د ديوالونو په سر د اغزنو سيمونو کلک مزي تړل شوي وو.

کلا په اول، مابين او اخر کې لوړ د مراقبت برجونه لرل، چې په کې  مراقبين د ټوپکو سره ماشه په‌ګوته ولاړ وو. د کلا لويه اوسپنیزه دروازه وه او مسلحو کسانو پرې پيره کوله، په حيرانۍ سره مې د خپلوانو نه پوښتنه وکړه چې پخوا خو زندان په دهمزنګ کې وو اوس يې دلته را نقل کړی دی؟

څنګ ته ناست د اکا زوی مې په خندا راته وويل چې تا نه هم مسافرۍ دماغي توازن ګډوډ کړی دی او چې د مجاهدينو د قوماندان استوګنځای وويني، د زندان ګومان پرې کوې، دا د يوه جهادي قوماندان کور دی. داسې کلاوې اوس په افغانستان کې بيخي زياتې شوې دي.

ما ويل چې بيا دومره کلک امنيتي ترتيبات د څه لپاره؟ جهاد خو يو سپيڅلی فرض دی، چې کوونکي یې د دنيا او اخرت اجرونه او ثوابونه لري او د مسلمانانو په زړونو کې ځای لري، بيا د چانه ډاریږي، چې د زندان په شان ځای کې يې ځان قيد کړی دی؟

ويل د خلکو نه.
د خلکو نه ؟؟

هو د خلکو نه، ځکه د جهاد تر نامه لاندې يې جنګي جرمونه کړي دي او  د جايداد او قدرت د حاصلولو  پاره د ډېرو  قتلونو مرتکب دی، د خلکو او بيت المال مځکې يې غصب او د پاټکونو په جوړولو يې غلاوې هم کړې دي، علاوه ددې د امريکايانو سره يې هم کلکه دوستي شروع کړې ده او د خلکو په بمبارد او وژلو کې ښه  فعاله وڼده لري چې دې کار يې په قوم او ولس کې منفور او ځای يې نشته .

که دا کلکه کلا  او مسلح محافظين نه وي، خلک يې تر ګريوان نيسي او د مجرم او خايين په نامه يې محاکمه او مجازات کوي.

ما ورته ويل چې زندان خو همدې ته وايي، چې د لويو ديوالونو تر شا پروت يې او د کلا نه بهر  ازاد نه شې ګرځېدلی، د ټولنې نه په انزوا کې یې ، نور انسانان درته دمجرم په سترګه ګوري او دعزت په ځای نفرت در نه لري .

ددې زندان او دهمزنګ د زندان توپير په دې کې دئ ، چې هلته يو مجرم ددې دپاره په زندان کې ساتل کيږي ، چې خلک ئې نور د جرم او جنايت نه متضرر نه شي او په دې زندان کې بل مجرم د خلکو دقهر او  د عدالت غوښتنې نه ځان بندي کړئ دئ . دهمزنګ عمومي زندان دئ او د زنداني د جېل موده ئی هم ټاکل شوی ده ، خو دا انفرادي او عمري زندان دځئ ، چې ټول عمر به د وجداني عذاب او روحي فشار سره مخامخ وي . مبارزه او جهاد خو د ازاد ژوند‌ او محیط د حاصلولو په منظور وي ،نه ځان ته د زندان جوړولو او هغې کې اوسېدلو دپاره .

د اکا زوی مې راته ويل چې دا کيسې پرېږده او دځانه بزرګ مه جوړوه.دا ملک ټول زندان ګرزېدلئ دئ ، څوک د مجبوريت نه او څوک د شهوت نه.

ته راته ووايه !هغه د موبايل وعده دې چې کړې وه پرې ولاړ يې ،  که نه ؟

دلته خو  د وعدو باران او د وفا يې وچکالي ده ؟

ما ويل بې غمه اوسه،  تر اوسه ددې ځای اقليم تاثير نه دئ را باندې کړئ . جيب ته مې لاس کړ او ….

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close