ادبي لیکني

کرونا او مسافري!

همایون تسل
چندیګر ښار، هندوستان

پوره یو کال وړاندې ما خپل هیواد، کور، کلي او ښکلي کابل جان پریښود، ماته لو‌‌ړو زدکړو هومره اهمیت لرو چې ما خپله حکومتي وظیفه، مهربانه کورنۍ، د کور ګلالي او کمکي ماشومان، خوا‌‌‌‌ږه ملګري او یارانو سره الله پاماني وکړه او د لوړو زدکړو په موخه هندوستان ته راغلم.

په دې موده کې د ډیر څه زدکړو سره سره ډیرې ناخوالې او سختې تنګې مې ولیدلې او لا یې هم وینم چې په سر کې یې هماغه د کورنۍ لریوالی او اوسنی نړیوال کړکیچ یا کرونا نولس ناروغي ده.

دا څلورمه پرله پسې میاشت ده چې زمونږ پوهنتون لا تر اوسه د یو نا معلوم وخت لپاره تعطیل دی، د لیلیې ماحول ده، پخوا په څیر رنګین او زړه راښکونکی ندی، مونږ د ګوتو په شمیر زده کوونکي د یوې کوچنۍ خونې میلمانه یو، که څه هم ما غوښتل تر پایه خپله روحیه لوړه وساتم او په لوړ مورال سره به کرونا او مسافری سره مبارزه وکړم خو…

خپل انډول مې و نه ساتل شو، نور هغه رقم غښتلی نه یم پاتې، لومړیو ورځو کې مې خپل دردیدلي او ځوریدلي ولس لپاره زړه ځوریدو چې د غربت او فقر په شتون کې به له دې وبا سره څنګه ‌خپل ژوند په مخ بیایي، خو د ورځو په تېرېدو سره مې ورو ورو د زړه ارام اخستل کیږي.

خبر شوم چې زړه ته رانږدې او د مهربانه کورنۍ غړی مې یو تر بل وروسته په کرونا مرض اخته کیږی، ځان رانه ورک شوی، د زړه سکون مې نور هاغسې چوپ ندي پاتې، د الله تعالی پیرزوینه وه : نیکه، پلار او مور مې کرونا ته وکړای شو چې ماته ورکړي. خو دا مې اخري غم نه وو خبر شوم چی مشر ورور او وریندار می هم په کرونا اخته شوی که څه هم تر یوی مودی هر څه زما نه پټ پاتی شوی وو خو هغه ورځ خبر شوم چی ورور سرحد می تر شفاخانې رسیدلي. دا راته ډیره سخته وه بیا هم د الله شکر دی هره ورځ یی پوښته کوم او ماته دا ډاډ راکوي چې ورځ تر بلې په ښه کیدو دي.

زمونږ پلارنی ټاتوبی کنړ ولایت کوم ځای چې ما هلته د ژوند پل اخستی یا خاپوړې کړي او بیا ځلي تګ ارمان یې تر اوسه کوم له کرونا نه په امان کې ندی پاتې، کلیوال او ملګری راته وایی سم د چین، وهان ښار ترینه جوړ دی.

په افغانستان کې څلویښت کلنې تپل شوې بدرنګې جګړې زمونږ دنګ دنګ لکه چنار ځوانان شهیدان کړل، میندې یې بورې، د پلرونو ولاړې ملاګانې یې ورماتې او زمونږ ساده خټین کورونه یې ونړول.

خو…
کرونا داسې ناڅاپي لکه د اباسین د سیند په څیر څپه راوړه چې زموږ د جرګو او مرکو مشران هغه چې شمله یې تر نن پورې هسکه پاتې وه هغه چې زمونږ د سختو شپو ورځو اتلان یادیږي، یې راته داسې شهیدان کړل چې جنازه ته یې هم سمه اوږه نشو ورکولی.

وروسته له دریو میاشتو ختیځ یا مشرقي زون حالات یو څه مخ په ښه کیدو دي، احتمالاً تر اتیا سلنه خلکو دا مرض په بې خبرۍ او یا هم د محرقه په نوم تیر کړی، همزولي راته وایي: هرڅه سم دي، نوره ویره نده پاتې جماعتونه او بازارونه خلاص شوي او په عامه اصطلاح (ودونه هم ښه په درز کې روان دي) د خلکو بې غوري مې لا هم ځوروي خو بیا هم هغه ویره مې اوس له زړه وتلی.

هندوستان کې کرونایي حالات هم ورځ تر بلې په خرابیدو دي، ګرځبندیز لرې کیدل او د تجارتي فعالیتونو بیا ځلې شروع کولو سره هر ورځ تر پنځلس زره نوی پیښې ثبت کیږي، پوهنتونونه لا هم د نامعلومه مودې لپاره تعطیل دي، زما تګ افغانستان ته ځکه ځندیډلی چې که چیرته ولاړ وای نو د امتحان اخستلو په صورت کې مې بیرته د راتګ امکانات ډیر کم دی، په تګ سره مې کیدای شي چې همدا روان سمستر په سیند لاهو شوی وای.

مونږ خپلې اندیښنې د افغانستان سفارت په نوي ډيلي او ځایی پوهنتون سره په وار وار شریکې کړې خو پوهنتون هم د مرکزي حکومت د ګاید لاین یا اصولو مطابق او د کرونا د مخنیوی کمیتی په مشوره به خپل اقدامات کوی او یواځنی ځواب یی خپلو زده کوونکو ته همدا وی : دا یو نړیوال کړکیچ یا پندمیک دی او امتحان اخستل یا نه اخستل هم نا معلوم.

لا قرار نه ووم چی خبر می ترلاسه کړ چی کوچنی کاکا می ( په عمر تر ما وړوکی ) زما د ماشومتوب او ځوانی ملګری د راز او نیاز د وخت اشنا، او د کاکا ګانو په لست کی د پای شخص د واده مراسم به همدا راتلونکی اونی کی وی، کوم چا لپاره چی به ما شیبی شمیرلی او شل او زر تصویرونه می ورته جوړ کړی وو خو هغه ټول جوړ تصویرونه داسی شول لکه په هینداره کی چی خوبونو ګوری. الله رب العزت د غم لیری لری خو زه می د کاکا په خوشحالی کی خفه یم.

راتګ مې هندوستان ته داسې چې په شونډو مې مسکا وه پیل کړه الله تعالی دې پای راته ښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx