افغانستان

سیګار: د دولتي چارواکو فساد د طالبانو په ګټه او حکومت په زیان دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره(سیګار) وايي، په دولتي ادارو کې د پراخ فساد شتون به د سولې مذاکراتو کې د افغان حکومت دریځ کمزوری کړی.

د سیګار مشر جان سوپکو په خپل تازه راپور کې ویلي، په دولتي ادارو کې پراخ فساد هغه ستر ګواښ دی، چې افغان دولت ورسره مخ دی او طالبان له دغه ننګونکې څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

سوپکو وايي: «دا تر ټولو هغو لوی ګواښ دی، چې افغان دولت ورسره لاس او ګریوان دی، ځکه فساد له حکومت نه د خلکو ملاتړ له منځه وړي.»

سیګار په داسې مهال په افغان دولت کې موجود پراخ فساد د حکومت په زیان او طالبانو په ګټه بولي، چې په دې وروستیو کې د مالیې او روغتیا وزارتونو د فساد دوسیو په رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د عامې روغتیا وزارت سره د مرسته شوو ۳۲ پایو وینټلاتورونو پاکستان ته د قاچاق مسئله په رسنیو کې لا نه وه سړه شوې، چې د عامې روغتیا وزارت معتمد د ۸۰ زرو امریکايي ډالرو بډو اخیستو پرمهال لاس په لاس د لویې څارنوالۍ د مؤظفینو لخوا ونیول شو، د کومې له امله چې ددغه وزارت اعتبار په ملي او بین المللي کچه سخته صدمه ورسېدله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx