افغانستان

طالبانو په فاریاب کې دوه تنه د اختطاف په جرم په دار ځړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په خواجه موسی او چلګزي ولسوالیو کې دوه تنه انسان تښتوونکي د طالبانو لخوا په عام محضر کې په دار ځړول شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې په دار ځړول شوي دغه دواړه انسان تښتونکي(محمدنور د عبدالرؤوف زوی او محمدرضا د عبدالرحمن زوی) د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې یوکال مخکې په دولت آباد ولسوالۍ کې د یو ۱۳ کلن ماشوم د اختطاف او قتل په تور نیول شوي وو.

په خبر کې ویل شوي، چې نیول شوي دواړه اختطافګر د «اسلامي امارت» د درې ګونو محکمو له پرېکړې وروسته پرون د جمعې په ورځ د عامو خلکو ترمخه(محمدنور د عبدالرؤوف زوی) د چهلګزي ولسوالۍ په چهارشنبې بازار او (محمدرضا د عبدالرحمن زوی) د خواجه موسی ولسوالۍ د چوک په بازار کې په دار ځړول شوي دي.

طالبان وايي، دا کار یې نورو مجرمینو ته د پند اخیستو لپاره ترسره کړی، ترڅو بیا څوک داسې جرأت ونه کړي.

په ورته مهال په فاریاب کې د طالبانو یوې سیمه ییزې سرچینې پژواک خبري آژانس ته ویلي، په دار ځړول شوي دواړه اختطافګر چې د اختطافګرو یوې خطرناکې ډلې غړي وو او د تحقیقاتو پرمهال یې منلې چې یوکال مخکې په دولت آباد ولسوالۍ کې یې د یو تښتول شوي ماشوم له پلار څخه ۳ نیم ملیونه افغانۍ تاوان اخیستلو وروسته هغه ماشوم هم وژلی وو.

سرچینه زیاتوي، طالبانو هغه ۳ نیم ملیونه افغانۍ له اختطافګرو څخه ترلاسه او بیرته خپل اصلي څښتن سپارلي دي.

د سرچینې په خبره دغه دواړه تورن کسان د «انسان تښتوونې، غلا او لارې شوکولو په تور او نورو جنایت کارو ډلو ته د عبرت اخیستلو په موخه په دار وځړول شول.

باید وویل شي چې طالبانو تردې مخکې په فراه او ننګرهار ولایتونو کې هم یو شمېر اختطافګر او لاره شوکوونکي نیولي او مجازات کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

افرین او سل افرینه چې جنایتګرو ته یې خپله جزا ورکړه !!

احمد

داسی فیصلی چې د الله تعالی د قانون له مخی وشي ملک ته امن او ثبات راولي نه د ارګخیلو فیصله چی دارګ دننه هغه ددوی پلاس. جوړ سوی پلیت قانون هم په چا نشي منلی رب العالمین دا ملک زمونږ دقران او سنتو د رسول الله په ډیوه منوره کړي

نور عبدالله

یاره صاحبه مهربانه طالبانوعجب کار کړیدی ډیر ښه شرعی قانون یی پلی کړی، الله پاک دی دوته نوری بریاوی هم په برخه کړی، او دغه فاسد حکومت او مفسده چارواکی یو دبل پسی د جهنم کندی ته وغورځوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x