ورزش

لیورپول په لومړي وار د پریمیئر لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د انګلستان پریمیئر لیګ مشهورې لوبډلې لیورپول» په خپل نږدې ۳۰ کلن تاریخ کې په لومړي وار د یاد لیګ اتلولي په خپل نوم کړه.

لیورپول هغه مهال دا ویاړ ترلاسه کړ چې د پریمیئر لیګ په جدول کې دویم مقام لرونکې لوبډلې مانچسټر سیټي ته د څلورم نمبر لرونکې لوبډلې چیلسي له لوري وړمه ورځ په ۲-۱ماتې ورکړل شوه، که څه هم اوه سیالۍ لا لوبېدلو ته پاتې دي.

مانچسټر سیټي لوبډلې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کالونو کې د یاد لیګ اتلولي خپله کړې وه، خو لیورپول سره د ۲۳ پواینټونو په توپیر یې روان کال دغه ویاړ له لاسه ورکړ.

لیورپول لوبډله په ځانګړي ډول د مشر روزونکي «یورګن کلوپ» تر مشرۍ لاندې په زړه پورې کارکردګي ښودلې ده چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته لار موندلې وه او په ۲۰۱۹م کال کې یې ددغه لیګ اتلولي ګټلې وه.

اوسمهال د پریمیئر لیګ په جدول کې له ۳۱ لوبو وروسته لیورپول په ۸۶ پواینټونو لرلو سره لومړی، مانچسټر سیټي په ۲۳ پواینټونو لرلو سره دویم او لیسیسټر سیټي په ۵۵ پواینټونو لرلو سره دریم مقام لري.

تر دې دمه د مانچسټر یونیټډ لوبډله د پریمیئر لیګ حاکمیت په لاس کې لري چې تر ټولو زیات ۱۳ واره یې ددغې اتلولۍ ویاړ خپل کړی دی، په داسې حال کې چې چیلسي ۵، مانچسټر سيټي ۴، ارسنل ۳ او لیورپول په لومړي وار د یادو سیالیو اتلولۍ ویاړ ترلاسه کړ.

باید وویل شي چې په مارچ میاشت کې د کرونا وبا له کبله د نورو لیګونو سیالیو سربېره د پریمیئر لیګ سیالۍ هم د درې میاشتو لپاره ځنډول شوې وې چې د کرونا له کنترول وروسته دوه اونۍ وړاندې بیرته پېل شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close