افغانستان

پکتیکا: دولتي عسکرو یو ملکي کس له خپل ماشوم زوی سره یوځای وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د چاپې او د کورونو د تلاشۍ پرمهال یو ملکي کس له خپل کوچني زوی سره یوځای وژلی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، چې دولتي عسکرو بیګاه شپه د خیرکوټ ولسوالۍ په«سه ګانه» کلي کې د خلکو په کورونو چاپه وهلې، کورونه یې تلاشي کړي او د تلاشۍ پرمهال یې د خلکو د مالونو د لوټلو ترڅنګ د حاجي عبدالباري په نوم یو ملکي کس او د هغه ۱۳ کلن زوی په خورا«قساوت» سره وژلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر داسې لیکلي:

دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دویم ځل دی چې دولتي عسکر د چاپې پرمهال ملکي خلک په نښه کوي، وړمه ورځ هم دولتي عسکرو د کونړ ولایت منوره ولسوالۍ په «پچي» کلي کې هم د چاپې پرمهال ۳ تنه ملکیان وژلي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ښه دا د حکومت فیس بکیان لکه دکتور …او دیته ورته خو به د حکومت د توجیهاتو له مخی به په مړه کس دطالب نوم کیږدي نو د هغه ماشوم زوی ګناه یی څه وه او که بیا هم په سر ددې هرې ورځي دیته ورته جنایاتو با وجود بیا هم ددې غلامی اداری اړخ نیسي نو آیا تر دغسی سرناخلاصو دوکتورا نو به یو خرکار دې وطن ته په ګټه سړی نه وی

طوطی

هر چا سی دا ناجایزه عمل تر سره کړی وی الله د دوی تباه کړی. طالبان هم که د خلکو په کورنو کی ځای وننسی ولی به حکومت چاپی اچوی؟

جميل

طوطی !
ستاسو په قاموس کی د ۱۳ کلن ماشوم قتل هم روا دی ؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close