افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبانو د نیویارک ټایمز د راپور هدف د «سولې طرفدار ذهنیت مشوش کول» بللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هغه راپور په رد کې اعلامیه خپره کړې، چې ګویا روسیې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د وژلو لپاره پیسې ورکړي.

تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې امریکايي استخباراتي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په موده کې د روسيې نظامي استخباراتو په طالبانو پورې تړلو جنګیالیو ته پیسې ورکړي ترڅو په افغانستان کې امریکايي او ایتلافي عسکر ووژني.

طالبانو یاد راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې دوی نه د کوم استخباراتي او بهرني هیواد د احسان پوروړي دي او نه د خپلو اهدافو په تشخیص کې چا ته اړتیا لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په نولس کلونو کې یې له پخوانیو امکاناتو او په جنګ کې د غنیمت په وسلو جګړه کړې او په وینا یې، امریکايي ځواکونو ته تر ټولو زیات تاوان هغو «ساده پلاستیکي ډبو»  وراړولی چې افغانانو په خپل لاس له باروتو ډکولې.

د نوموړي په باور یاد راپور د امریکايي ځواکونو د وتلو د ټکني کولو په موخه نشر شوی:

«دا ډول افواهات د دې لپاره خپریږي چې د امریکايي عسکرو د وتلو په وړاندې خنډونه ایجاد شي، په امریکا کې د سولې طرفدار ذهنیت ضعیف او مشوش کړي او د افغانانو ستره قهرماني او لاسته راوړنه بیګانه جهتونو ته منسوب شي».

طالب ویاند ټینګار کړی چې له امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دي او د هغې په تطبیق کې يې بشپړې سولې ته رسیدل یقیني ګڼلي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکایي چارواکو یادې ادعا ته توند غبرګون ښودلی او دا ډول راپورونه یې بې بنسټنه بللي.

همدا راز یې یاد راپورونه د امریکایي استخباراتو د «نه وړتیا» نښه بللې او څرګنده کړې يې ده، چې د افغانستان په جګړه کې له ناکامو شویو استخباراتو همدا توقع کېدای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

his was actually executed by the USA and UK during the times of Karmal and Najeeb to kill a USSR soldier and get paid for with $$$$$$$$ and dollars

Today, they are using their own action against the Russians to blame them. Today, it is a shameful defeat for the west in the world. This defeat could be written with gold colour paint in the world history

So, the west has to find some phrases to blame others

Talib fighters do not get paid for their Jehad. It is HARAM

الحاج استاذ بیانزی

د امریکایانو به مشری د مات شوی نړیوال استعمار دغه بی بنسته او خنده اوره ادعاوی هغه دعوی ته ورته دی چه څوک ووایی [[] فلانی هیواد کی کوم نارینه ماشومان زیږوی ]]] هغه هم د روسانو په واسطه پشتو کی یو متل دی وایی [[ خری ته ګوره د صحرا شپی ته ګوره ]] روسانو لس کاله له هر دول وحشت څخه په افغان وژنه کی کار واخست مګر د داسی شرمیدل او ملا ماتونکی ماتو سره مخ شو چه د سولی کوم تړوو ن ته یی هم دمه سمه نه شوه، په څو اونیو کی راغلی په څو… نور لوستل »

دوکتور غروال

شورویانو هغه وخت خپلو کمونستی غلامانو ته د ملت ستم او وژلو لپاره انعامونه ؤدکا ګانی او مقامونه وو اما امریکا دا ټول قاتلان ( روزل شوی کمونستان ، روزل شوی تکنوکراتان او روزل شوی تش په نامه ملایان غلامان) سره متحد کړل او د ډالرو باران ئي پری شروع کړاو مقامونه ئي ورته میراثی کړل او د زیاتره مستی لپاره ئي ویسکو باندی هم عادت کړیدی، دا د افغان په جامعه کښي شهرت لری چی تش په نامه ملایان د حریصی بیماری لری امید دی چی طالبان ځانونه په ؤدکا ګانو خرڅ نکړی او پدی ترتیب د امریکا ډالرهم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close