د سولې څارد نن سرلیکنه

ريښتیا د بهرنیو ځواکونو وتل پرسولې منفي اغیز لري؟!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

ولسمشر غني په خپلې یوې وروستې مرکې کې ویلي چې تر ټاکلي وخت وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې پروسه زیانمنه وي، له‍ذا باید هغوی د افغانستان د شرائطو په پام کې نیولو سره په تدریجي او سیستماتیک ډول له افغانستانه ووځي.

د ښاغلي غني ترڅنګ د هغه د حکومت یو شمیر نور غړي هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ په اړه ورته نظر لري او وخت نا وخته له رسنیو سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مسؤلانه وتلو غوښتنه کوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پر سولې منفي اغیز لري او که دلته پاتي کیدل یې؟

د تیرو اتلسو کلونو تجربې ته په کتو سره ۲۰۱۰ م کال په افغانستان کې د جګړې د زور تر ټولو خونړی کال و چې خپله د بهرنیانو په اعتراف ۷۰۰ بهرني سرتیري ورکې د جګړې د شدت له امله ووژل شول.

حال دا چې په عین همدې کال کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډیر بهرني عسکر په افغانستان کې حاضروو.

که ریښتیا هم د بهرنیو سرتیرو شتون په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لامل وای نو په یاد کال کې باید دلته سوله تأمین او یو د دومره زیاتو سرتیرو د موجودیت له کبله یو ډز هم نه وای شوای.

حقیقت دا دی چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د ټولو ناامنیو او جګړو لامل دي او هره شیبه یې دلته پاتي کیدل د مزیدې ناامني او بي ثباتي سبب کیږي.

بهرني ځواکونه نه افغانستان ته د امنیت لپاره راغلي او نه هم د هغوي په شتون کې د امنیت او ثبات تمه کیدای شي.

ښاغلی غني چې د هغوي وتل د سولې په زیان بولي موخه یې له سولې څخه د خپلې فاسدې واکمنې بقاء ده چې د هغې هره لحظه د بهرنیو ځواکونو د شتون محصول ده.

څومره چې هغوي ژر له افغانستانه وځي په هغه کچه د ده د واکمنۍ موده هم ور سره ختمیږي.

همدا وجه ده چې ښاغلی غني د خپلې (۶)کلنې واکمنۍ په دوران کې په ټول افغانستان حتی په ارګ کې هم یوه ورځ د امنیت د ټینګښت دعوه نشوای کولای؛ بلکې نوموړی چې کله هم د امنیت د ټینګښت یادونه کوي نو په مثال کې یې نیویارک او واشنګټن یادوي چې د ده د هلو ځلو له وجې هغه خوندې او د ده د واکمنۍ پر مهال چا پري له افغانستانه ګوزار نه دی کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکایانو ډیره هڅه وکړه چه له افغانستانه، تیښته یی د روسانو له ماتی وروسته تایښتی سره لږ څه توپیر ولری : لمړی: دوی خپلی موخی ترلاسه کړی ، نور یی شتون ته اړه نه لیدل کیږی یعنی دموکراسی یی په پښ درولی ، دهشتګر یی محوه یا مهار کړی او افغانستان کی یی سوله او سوکاله قایمه کړی او داسی نور کومی چه هر یو یی منفی اړخ کی قرار لری. دوهم: دوی د مجاهدینو سره یوی روغی جوړی ته ورسیدل یعنی دغه شلو کلو جنګ ګټونکی او بایلونکی نه درلود ، اشغلګر او مجاهدینو د عامه اولس د وینو… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه،
څومره چه بهرنی جنګیالی له افغانستان څخه ووځی دومره جګړه زور اخلی،
دا څو میاشتی وګوری چه بهرنیان په وتلو په کمیدو دی،نو جګړی داسی زور اخیستی چه نوولس کاله کی داسی جګړه نه وه شوی،
که جنګ رښتیا د بهرنیانو په ضد وای،باید جګړه اوس په صفر ولاړه وای،
اوسنی جګړه صرف د افغان مسلمان په ضد،
امریکایی سره په قطر دستخط شوی چه ته به په امن کی وی،
امریکایی انګریز سری سترګی مزی کوی،مسلمان افغان قتل کیږی،

Karwan

غمي خانه، زه هر ځلي مخکي له دي چه ستا تبصره ولونم، فکر کوم، ممکن اصلاح شوي به ئي او حقايق به دي درک کړي وي. اما چه وينم ته دهميشه په شان په همهغه خره سپور ئي. خاصيت د خلکيانو او پرچميانو ته ورته دي او په حقيقت کي دمسلمانانو سرسخت دوښمن ئي. کاشکي حزبيانو هغه وحت په چهاراسياب کي مردار کړي وي، نو اوس به مسلمانان ستا له زهري تبليغاتو خلاص وي.
الله د جزا درکړي، دمسلمانانو په حق کي خيانت کوي. کاروان

غمی،پښتین

جوړ تازه، کاروان صاحب ته، څه موده وړاندی یونان ته تللی وم،په یونان کی می هغه پنځه زره بی سرپرسته او یتیم ماشومان ولیدل چه عمرونه یی له ۶ څخ تر اتلس کلنی پوری وه، دا پنځه زره ماشومان ټول د مسلمانانو له هیوادونو لکه افغانستان،عراق،سوریه څخه وه،یو هم د کافر ماشوم په کی نه وه،او ټول دا ماشومان د مسلمانانو اولادونه وه. او دا ټول ماشومان د میندی پلارونو غیږی پر ایښی او همدا کافرو څخه یی سیاسی پناهنده ګی غوښته کوله، دا ټول ماشومان په ډیرو مشکلاتو سره یونان ته رسیدلی وه،او هر یو یی د جنګونو ظلمونو میاندو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close