افغانستان

لوګر کې یو دیني عالم خپله ۴۰۰ متره مربع ځمکه د ښوونځي لپاره وقف کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې یو دیني عالم خپله ۴۰۰ متره مربع شخصي ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره ډالۍ کړې ده.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت ددې خبر په تایید سره وايي، چې له پوهنې سره د ولسي مرستو په لړ کې د برکي ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم مولوي احمدالله عابد خپله ۴۰۰ متره مربع شخصي ځمکه د یو ښوونځي د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

نوموړې زیاتوي، په تیر تعلیمي کال کې ولسي خلکو د ۷۷۳ ملیونه افغانیو په لګښت نقدي او غیر نقدي مرستې له معارف سره کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx