شعـــــرونه

اى د وطن بچو له خوابه پاڅئ

عرفان الله ايوبي

لاهو د وينو په سيلاب دى وطن
اخته په وير او په عذاب دى وطن

ژغورئ وطن له دې ګردابه پاڅئ
اى د وطن بچو له خوابه پاڅئ

قدم قدم په وينو رنګ دى وطن
تورو تيارو سره په جنګ دى وطن

اى د وطن خورو ورو پرګنو
اى د پامير د سردرو پرګنو

پاڅئ نور پاڅئ وطن تاب نلري
د دې مزدور له لاسه آب نلري

نور پسې واخلئ واشنګټنه پورې
د خپل بادار تر خوږ وطنه پورې

پاڅئ نور پاڅئ نور بدلون راولئ
تيارې رڼا کړئ سباوون راولئ

بس دا ارمان د ايوبي پوره کړئ
دا يې پخپله زندګي پوره کړئ

څو خپل وطن په ارام سا وويني
او هر يتيم خوله په مسکا وويني

څپې څپې له ارغندابه پاڅئ
هم له واشير هم له درزابه پاڅئ

ژغورئ وطن له دې ګردابه پاڅئ
اى د وطن بچو له خوابه پاڅئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x