نظــر

دوی نه شرمیږي

اسدالله رزین

حکومت انساني او ځمکنی ضرورت دی او شتون یې ددې لپاره اړین دی چې د ولسونو لپاره د تصمیم نیولو د مرکز کار ورکړي او د ژوند لارې چارې او د ښیرازۍ اسانتیاوې ور ته چمتو کړي.

د ډاډ او روغتیا غم یې وخوري او په مالي لحاظ یې بل ته له لاس اوږدولو وژغوري. پت، ننګ او ناموس یی ور خوندي؛ عقیده، میړانه او ویاړنې یې ور وپالي.

د فکري روزنې شونتیا ور ته را نژدې او د روغې ښوونې نعمت پری ولوروي. په دننه کې د باور داسي چاپیریال ورته را منځ ته کړي چې د شک او ګمان ټپوسان پکې د الوت فضا ونه لري، ترڅود ولس جوړوني هیلې زرغونې سي.

د حکومتونو د شتون د فلسفې حکم هم دغه دی چې د همدغه فلسفې حکم د اجراء په بڼّه کې د ځمکې مخ د اوبادي ګلزار جوړیږي. لدی کبله چې ځمکه په سرو نه بلکې په سړو اوبادیږي  . چې حکومتونه یی بیا د دا ډول څرنګوالي په مټه د خپل شتون زړور آواز وچتوي، د نړیوالې تولنې باور تر لاسه کوي، په نړیوالو ناستو کې حساب پری کیږي او  په دریځ کې یې دروندوالی ښکاریږي او څوک چې له کوره خام او مات ور ووځي، هغه بیا په بهر کې نه پخیږي او نه هم جوړیږي، هرڅوک يې خام او مات ویني، کار ترې اخلي، لوبکۍ وي، کله یې له خپلو عسکرو سره دروي، کله یې لیکې ور ګډوي، په ډیرو خبرو یې نه خبروي او کله بیا تر سهاره د باندې پاته وي.

د حکومتونو تاریخ ګواه دی چې په مهال کې یې انسان خو پریږده ژوي، په اوبو کې کبان او به هوا کې مرغان له بسیا ژونده برخه من ؤ.ښکاري دارنګه آزاد لاس نه لاره لکه نن چې د انسان وژني لاس آزاد او پرانستی دی. د ښکاري لپاره لار ښوونې ، پولې او خاص وختونه ؤ چې تیری و نه سې. د الوتونکو حق په پټې او درمند ځای کې حکما په نظر کې نیول کیده. د دجلې او فرات د رودونو ترمنځ د میږې د وري له لوږي مرګ چا نه سوای سهلای.

د وخت مهربان او عادل امیر به له خوراکي توکو ډک جوال په خپلو اوږو د وږیو او مستحقو کورو ته ور ؤړ، ؤر یی ور بلاؤ، نه تری را ؤت ترڅو یی وږو او ژړیدلو ماشومانو ته په خپل مبارک لاس یوه یوه ګوله په خولو کې ور نه کړه او ویی نه خندول. هلته ژوند ، ژوند او ژوند تامین ؤ. هلته ډاکې او چاپې نه وئ. هلته په ناروا ویر او ژړا نه سترګو لیده او نه هم غوږو اوریده. هلته د ظلم په پایله کې بهیدلې اوښکې هیچا ته هم د منلو نه وې، هلته دردونه، غمونه ، تعذیبونه او مرګونه کاروبار نه ؤ، هلته چا د خیر ستنې نه نړولې، هلته چا ډیؤ ته نه ور پوکل او هلته چا د محمد رسول الله(ص) په منبر ولاړ امام ، منبر، مسجد او نور لمونځ کونکي په بمونو نه الوزول. هلته حکومت د ؤلس لپاره ؤ نه ؤلس د حکومت لپاره. هلته چا ولسونه نه ګیروګانول، هلته ولسونه غلامان نه ؤ، هلته ارزښت د ولسونو ؤ. هلته هستي د ولس او لګیده هم په ولس، هلته ښه ، ښه او تعریف د ښه هم یو ؤ، هلته معیار تقوا وه، هلته د ولس چوپړ معیار ؤ نه ولس خوړل، هلته د فیشن نه د پاکي رول ؤ ، هلته شخصیتونه مطرح ؤ نه پوښونه. هلته مارشالي د چا د پلار چپنه نه وه چې هر جاهل، قاتل، ظالم، بد اخلاقه، کم عقل او بی سواده کمونست دوستم ته یی په ؤږو ور واچوي، هلته دغه شانته له شرمه ډک وړاندیز، غوښتنه او مننه عار او لعنت پری ویل کیده.

هلته داسې مصلحین هم نه ؤ چې د پیژندل شویو، آزمویل سویو، بل پالو، مشهورو او بی کفایته لوټمارانو ترمنځ بیا د ولس لوټلو او بی دیني دودولو لپاره د هغوی ترمنځ منځګړیتوب ته را وړاندي او د چور تالان په ونډو کې خپله ونډه هم پخه کړي. یاد رنګه بی ضمیره هم په لعنتو او نفرتو بدرګه کیدل. هلته چا د ککړې او ناکامې دموکراسې ترڅیرې بګارې پلو لاندې دیني او ملي نوامس تر پښو نه لاندي کول. او هلته دموکراسې نه وه چې کرکې وزیږوي او ولسونه سره وشندي.

هلته مینه وه او مینې یی زیږولئ. هلته اطاعت ؤ انسان او جهان یی جوړاؤ. هلته سوله وه. او سوله د ولس آواز د یوه چنجن او وراسته د وراسته واک تر دوام نه جاریده. د سولې د پاک ارزښت اجازه له کلیسا نه اخستله کیده. هلته ولس ارزښت ؤ. اود ارزښت سپیڅلې اراده او نظریه سره لیکه وه.

هلته په انسان کارکیده چې خلیفه جوړ سې. او انسان مطرح یا نوموتی ؤ چې د ځمکې مخ پریمنځې. هغه د مهالي دجالانو پلرو ناولی کړی او له فساده ډک کړی ؤ، خو الهي استازي یو مخلص، بی بیلګې اوصالح ګروپ چمتو کړ. او دغه د فطرت آواز دین چې نن یی په پله روان شاه زلمي په بګرام، پلچرخي  ،الغریب، ګوانتي نامو او نورو په زرو ځورخونو نه دي قانع او په شهادت پسې ګرزئ. د انساني نړۍ هرې کیږدۍ او ماڼۍ ته ور ورساوه.

یو تربل د جاریدو نړۍ ودانه ، لوریدنې د انسانیت لوړې څوکې ته وختلې . له اوبو ډک کټوری د ټپ د شدیدې تندې په حال کې له ټولو ټپیانو ډک ووت اودوی د شهادت جامونه په غاړو واړول. هلته د انسان نښه انسانیت، رنګ او پوښ نه ؤ. او د ژوند حق یی لاره. هلته (جورج فلوئیډ ) چا په دی ګناه نه مړ کاؤ چې ولې تور پوستی یی. هلته بلال(ض) هم تورپوستی، خو معزز، محترم او جلیل القدره یارؤ. او فخر کائنات(ص) به هغوی ته غږ ور کاؤچې: (ارحنا به یا بلال.)

هلته د قوم پالنې او نژاد پالنې کلي ګډ سوي و، منتر یې نه چلیده او د اوسیدو جونګړه یی نه درلوده. هلته دغه نوم نابلده او انسان پالنه باب وه.

داسې بیخې ناشونې وه چې په یوه کال کې دي لیږ ترلیږه (۱۰۰۰)تنه  تور پوستي د توروالي په ګناه مړه سې او څوک دئ د پوښتنې حق هم و نه لري. او دا هم د تصور په سیمه کې نه سوای راتلای چې د همدغو لیږه کیو، کم وسو، محکومو او تر چاړه لاندي تور پوستو له ډاره دي ټرمپ له ټول ټرمپ توب سره د سپینې ماڼۍ په  لاندي خونو یا ګومبتو کې ترځله لاندي پټ او د مرګ سخوند دي وهي، خو غلامي د ژوند تر ټولو بد حالت دی . انسان له انسانیته باسي. او د داسي تلو په څټلو یی اړ کوي، چې که څوک غلام  نه وي، نو بیا د دغسې چټلو تلو تر څټلو مرګ غوره ګني، خو په ډیر تاسف سره د ارګ د مقررې ادارې، مقرر مامورین د ټرمپ د تلو په څټلو لګیادي. هغه ټرمپ چې: د باندنیو چارو وزیر پمپیو یی وایی چې د ماغ یی له خوسیو دک دی، د اشرف غني او عبدالله  توپیر نه سوا کولای او اشرف غني خو بیخې پیژني هم نه. دوی اراده او خپلواکي له لاسه ورکړي. او د هغو جنایتکارانو ور په ګوته سوي جنایتونه سر ته رسوي.

دغه بې ضمیره مزدوران زموږ سر لوړی ولس په بحران کې ساتي، له هیلو سره یی لوبې کوي، احساسات یی ور زخمي کوي. او د سرو په بیه ګټلې ویاړنې نه پری لوروي.

دوی رښتیا هم ترکورونا وژونکي دي. د کورونا د مرګ سلنه ډیره کمه. او د کورونا تر سرلیک لاندي د دوی د رواني ناروغیو د کرلو، پاللو، تیتولو او رسولو په پایله کې د معیوبینو او مړو شمیره مخ په لوړیدو ده.

دوی د پروګرام له مخي ولسونه په رواني ناروغیو، فکري انتشار، عصبي ستونزو، لوږو او قحطونو تهدیدوي او ډاروي.

مقرره اداره نورې رسنۍ او تلیزیوني چینلونه یی له اعلانه تر فرمانه همدغه حکمي ماموریت، شرارت او ولس دښمني ولس ته رسوي. د ناورین او تباهی زیرې بری کوي. په سړکونو، کلو، لارو، کوڅو او کیږدیو کې د مړو د دلیو زړه ښکونکی تصور او تری را ولاړي اندیښنې ، د مرګ منظرې  او د ناهیلیو عصاب ماتونکي صحنې ور لیږد وي. راغلې نقدي مرستې او اړین ماشینونه تری غلا کوي، هدیرو ته یی بیایی کیندلي قبرونه ور ښکاروي، په زهرو لړلي او مضر تبلیغات کوي، دوی هیڅ هم نه ور کوي، هرڅه په دوی کوي او له دوی یی غواړي. د روان حالت او تبلیغ دغې بی سارې لوړې کچې په ولس کې اندیښنې را ولاړې کړې چې مکړه تر شا یی کومه بله فتنه پټه نه وي. دوی په ولس کې د مدافعت د ټیټیدو هڅې کوي، ډارونکي او وار خطا کونکی رسنیز او هر اړخیز تبلیغ یی په لاره اچولی ترڅو ولس د کورونا د برید آسانه او ارزانه موخه وګرځي.

دوی زموږ له ولس سره کټ مټ په نژاد پالي امریکا کې له مظلومو تور پوستو سره د میرې کرکجن چلن خپل کړی. او د همدردي، خپلوي او ګرانو وطنوالو ترغولونکي نامه لاندي یی چلوي. په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو(۷۰)سلنه تور پوستي دي. چې د فاشستي ادارې د نه پاملرنې او یا دا چې پخپله شیطاني ادارې پری اخته کړي دي.

په ارګ کې مقرره نړیوال کفر ته په ګانډو او وفا اداره اداره په یادو ناروا ؤ بسنه نه کوي. او په ټول توان لګیا ده او په کفن پوښ ولس کې د رجوع الی الله تصور چې هرمهال او په ځانګړي ډول سره د ټولو طبعي او مصنوعي آفتونو، بلاؤ، وباؤ او ښکیلاکي ککړو عزائمو په وخت کې د مسلمان مقاومت توانوي، میړانه یی تحریکوي، وینه یی ور ګرموي او د کورونا د خالق په توکل او یاد کې یی ساتي تر اغیز لاندي راولي او د ناهیلیو په سره تناره کې یی لولپه کړي.

تاسي ووایاست چې دغه د (۳۵) ملیون نفوسو له منځه یوازي د (نیم) ملیون تقلبي او یا په بیه اخستل سویو رایو په مټه د ولس استازي او واکمنان او هغه یی له ولس سره دخپلوي اظهار او لوریدنې د استازيتوب  او خپلوي معنی لري او که د پردیتوب او د ښمني؟ دوی نه شرمیږي او اوس هم ولس، ولس یادوي. په داسي حال کې چې ولس دوی ته په ډاګه جواب ور کړ او په ټاکنو کې ورته را ؤ نه وت مزدوران اوپردي یی و بلل.

د جهاد په څپو کې را لوی ولسه!
ته رښتیا هم جهاد تنویر کړی یی، ستا د تمیز کچه بیخې لوړه ده. ته حق لري چې لوستی ولس یاد سي، تا مقرره اداره او رسنۍ پیژندلې . او پو هیږئ چې مقرره اداره(ظل الله) او مقررې رسنۍ (سترګې) نه دې. او خامخا دا دعا هم زمزمه کوئ! ای ربه دغه مقرر پردی سیوری چې تر سیورې لاندي یی د فساد او بی دیني بازار ګرمیږي نور زموږ له سرو لري. او دغه پردۍ مقررې او روبوټي سترګې چې په باحیا ولس کې بی حیایی، بی غیرتي فساد او بی دیني خپروئ را ړندې کړه.

هغه ولسه چې نړیواله خاکه بدلوئ!
ته (۴۲)کاله کیږي چې له ډول، ډول کوروناؤ، بلاؤ، وباؤ او ښکیلاکي بدماشانو سره لاس او ګریوان یی، خو الحمد لله د رجوع الی الله په مټه تری روغ رمټ او سر لوړي را و وتي. تا نه یوازي ځان بلکې ټول انسانیت وژغواره. د ژغورنې راز دئ ور په یاد او د ژغورني څرک دئ ورته و ځلاؤ، کافي او شافي نسخه دئ مخ ته کیښوده.

هغه نسخه، نسخه او د هرې کورونا، بلاء او وبا که طبعي وي که مصنوعي نسخه ده. ان شاءالله تا بیا هم روغ رمټ او سرلوړی را باسي.

رزین

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close